د هلمند د لښکرګاه په جنوب کې هغه کانونه چې د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې دي تر بل هر وخت ډېر قاچاقېږي او په ګڼو طبیعي زیرمو کې په خپل سر کېندنو زور اخېستی دی. کلونه کېږي چې په هلمند کې د رخام ډبرې د قاچاق او خپل سرو کېندنو راپورونه ورکول کېږي، خو اوس تازه ویل کېږي چې د دې ولایت په خانشین او دیشو ولسوالیو کې د سرو زرو په نوم له لوی غره پاکستان پخپله ګټه کېندنې کوي او له چینايي کمپینو سره یې د استخراج قرارداد کړی دی. د هلمند د ولایتي شورا غړي وایي، دغه غر د بلوچستان رباط سیمې ته نږدې دی نو ځکه یې پاکستان په پټه کېندنې پیل کړې دي او په سیستماتیکه توګه استخراجېږي. د ولایتي شورا غړي دا هم وایي چې له دغه کان مواد د هوا او ځمکې له لارې د پاکستاني پوځيانو اډو ته لېږدول کېږي. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې په دې اړه دې پر وخت او عملي اقداماتو لاس پورې کړي.