د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ پر لور د دغه ولايت نښلوونکي سړک د ترميم چارې پيل شوې، چې د چارواکو په خبره، شل ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې له مرکز پارون څخه به د کونړ پر لور د پنځلس کیلومتره په اوږدوالي او اووه متره پلنوالي د لویې غځېدلې لارې یاده برخه د جغل په اچولو سره جوړه شي.
د نورستان د فوايد عامې رييس انجنير عبدالولي رييسي ویلي، چې د یادې پنځلس کیلومتره لارې په مسیر کې به ۲۵ واشونه، د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه استنادي دېوالونه جوړ او د لویو موټرو د ستونزو د هوارولو لپاره به په ځینو برخو کې نوې کټایانې هم جوړې شي.
د یادې لویې لارې موټر چلوونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې تر ډېره به د دوی ستونزې ورسره راکمې شي.