د راپورونو له مخې په کندهار او هلمند ولایتونو کې به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو ادارې او د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته ۵۳ روغتيايي مرکزونه جوړ شي. د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مایار ویلي په دې اړه د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د يادو ادارو له مشرانو سره کتلي دي. دده په وینا ملېنډا ګېټس بنسټ په هلمند او کندهار کې ۳۰ روغتیايي مرکزونه او سي ډي سي بیا ۲۳ مرکزونه یوازې په کندهار کې جوړوي.