د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې د دغه پروګرام په پیل کې په ننګرهار کې د اوبو څلور کانالونه، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې: «د هېواد په کچه ۳۴۴ شبکې او کانالونه جوړېږي، چې ۲۰ فیصده به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، حاصلات به ورسره ۲۵ فیصده لوړ شي او له دې سره به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي».
نوموړي ویلي چې تېر کال د کرنې وزارت ۹،۲ میلیارده افغانۍ د اوبو لګولو په پروژو مصرف کړې وې، چې په خبره یې تر ډېره د بزګرانو ظرفیت او حاصلات ورسره لوړ شوي دي.