په ننګرهار کې د یوه خصوصي روغتون کارکوونکو احتجاج کړی دی. دوی د خپل روغتون توکي او وسایل سړک ته را ایستلي دي او وايي غواړي ټولو وسایلو ته یې اور ورته کړي. ددغه روغتون کارکوونکي په جلال اباد ښار کې د روغتیا پالانو پر وړاندې د امنیتي پېښو په غبرګون کې دغه احتجاج کړی دی. ددوی په خبره نامعلوم کسان ورځي باج ترې اخلي او چې پیسې ور نه کړي، نو روغتون او کارکوونکو ته یې چاودېدونکي توکي اېښودل کېږي او په مرګ ګواښل کېږي. ددغه خصوصي روغتون مالکان همدا راز وایي، چې په ځلونو یې حکومت ته شکایت کړی دی، خو څوک یې غږ نه اوري نو ځکه به نن د خبریالانو په مخ کې د خپلو روغتون توکو ته اور ورته کړي.