د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په خبره، د روان کال په چنګاښ میاشت کې افغانستان ته یو ایټالوي متخصص راځي څو د دغه منار وضعیت وڅېړي. نوموړې وايي، یونسکو د دغه منار د بیارغونې لپاره دوه میلیون ډالر مرسته کوي، خو حکومت ته یې د دغه کار د ترسره کېدو لپاره له سل زره څخه تر دوه سوه زرو ډالرو د لګښت ورکولو شرط ايښی دی. نوموړې زياته کړې ،کابینې هم د ۲۰۰ زرو ډالرو ورکړه تایید کړې ده. د یونسکو سلاکار عمران خان مقصودي هم وویل، یونسکو د غور ولایت د منار له ویجاړېدو څخه د مخنیوي لپاره دوه میلیون ډالر مرسته کوي. هغه زیاته کړه، یونسکو پر مالي مرستې سربېره په تخنیکي برخو کې هم د افغانستان له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته کوي.