د کابل ښار د کمپنۍ پل د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د کابل ښار د کمپنۍ پل د روان کال په پيل کې د سختو سیلابونو د راوتلو له امله ویجاړ شوی دی. ددغه پله یوه برخه لوېدلې ده او دمګړی یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. یاد پل کابل ښار له ټولو جنوبي ولایتونو سره نښلوي او خلک یې د بېړنۍ رغونې غوښتنه کوي. تازه د ترانسپورت وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري ویلي چې دغه پل به د ۵۲ میلیونو افغانیو په لګښت ورغول شي. دده په وینا د پله د بیا رغونې ډيزاین تکمیل شوی دی او د کال د وسط په انکشافي پروژه کې به شامل کړل شي. ترانسپورت وزارت نن همدا راز د میدان ښار بامیان ترمنځ د سړک رغولو قرار داد هم له لاسلیک کړی دی او په څلورو میاشتو کې به دغه ۷۰ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي توګه جوړ کړل شي. د ترانسپورت وزیر په نیمرزو کې د یوه ۳۰۰ متري پل د رغولو قرار داد هم لاسلیک کړی دی. دغه پل سرشیله نومېږي، چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره بر لري. ترانسپورت وزارت وایي چې یاد پل ګڼې سیمې له یو بل سره نښلوي.