د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، اټکل دی چې سږ کال به له دغه ولایته شل زره ټنه جلغوزي راټول شي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار پرون ازادي راډيو ته ویلي، تېر کال د راټولو شویو جلغوزیو اندازه لس زره او پنځه سوه ټنه وه، چې ډېری برخه یې بهرنیو هېوادونه ته صادره شوه.
نوموړي ویلي: «هوا ډېره ښه ده، دلته بارانونه زیات دي او په غرونو کې هم د جلغوزیو ونې زیاتې دي، نو اټکل دا دی چې سږ کال به د جلغوزیو اندازه دوه چنده زیاته وي، یعنې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به موږ ۲۰ زره ټنه جلغوزي ولرو».
د عالمیار په خبره، نږدې ورځو کې به په دغه ولایت کې د جلغوزیو د پروسس یو ستر مرکز هم جوړ شي، چې جلغوزي به په هېواد کې دننه پروسس او د افغانستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادر شي.