د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ننګرهار د کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې د اوبولګولو د دوو فرعي کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه کانالونه چې له عمومي کانال څخه بېلېږي، د «لومړۍ او څلورمې ویالې» په نوم یادېږي.
یاد کانالونه چې په ټولیزه توګه درې کیلومتره اوږدوالی لري، په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې به د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي.
د دغو کانالونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۷ میلیونه افغانۍ دی، چې د اسیا پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوی دی.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه ۲۲۵ هکټاره ځمکه خړوبوي او همدارنګه له دغو کانالونو څخه د یادو سیمو نهه زره اوسیدونکي ګټه اخلي.