د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالو د اقتصاد د پیاوړتیا په هدف، د شمال زون په څلورو ولایتونو کې د پستې ۱۴۰۰۰ نیالګي ویشي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډیو ته ویلي، دغه نیالګي په بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایت کې پر بڼوالو وېشل کېږي.
نوموړي ویلي: «په تېرو دریو څلورو کلونو کې د کرنې وزارت یو پروګرام د پستې د بڼونو جوړول وو، چې په ۱۴۰ ولسوالیو کې یې نتیجه ورکړې ده. په تېره کې د پستې بڼونه په وحشي ډول موجود وو، خو اوس دغه وزارت د پستې په بڼونو کار پیل کړی او نتیجه یې هم ورکړې ده».
د ښاغلي رستمي په خبره، د کرنې او مالدارۍ وزارت تر اوسه په ۲۹ زره جریبه ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ کړي، چې لس زره جریبه یې د هېواد په شمال کې دي.