د سولې د ولسي حرکت د فرهنګي چارو مسوول عبدالمالک همدرد ویلي، د دوی هغه ۲۵ ملګري چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو سره ځان سره بېولي وو اوس بېرته را خوشي شوي دي. دغه کسان هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ورغلي وو. دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د سولې ولسي حرکت غړو د خپلو ۲۵ ملګرو د ځای ځایګي او برخلیک په اړه له طالبانو پوښتنې کړې وې او د هغوی د لادرکۍ خبره یې کړې وه. دغو کسانو د تېر کال په څېر سږکال بیا هڅه کوله چې د سولې په پار د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته هم ورشي او په خبره یې د سولې غږ خلکو ته ورسوي. وروسته له دې چې دغه کاروان د طالبانو ولکې لاندې سیمې ته ورسېد په لومړۍ ورځ یې څلور مشران طالبانو له ځان سره بوتلل. هغه مهال ویل شوي وو چې له دوی سره خبرې کیږي. د سولې د ولسي حرکت غړو له خلکو غوښتي چې وسله والو طالبانو ته باید قناعت ورکړل شي چې دوی ته دا اجازه ورکړي چې ددوی تر ولکې لاندې سیمو کې د سولې غږ پورته کړي.




































