د جګړې ښکېلو غاړو که څه هم د تېر کوچني اختر په څېر اوربند و نه مانه، خو طالبان ادعا کوي چې د اختر په ورځو کې دوی پر افغان ځواکونو یو برید هم نه دی کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په ټولو ولایتونو کې د دوی ملګري په دفاعي حالت کې وو. د مجاهد پر ټویټر پاڼه په تېرو دریو ورځو کې یوازې په بګرام هوایي اډې د برید خبر خپور شوی دی، خو نور ټول خبرونه پر طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدونو په تړاو دي. که څه هم د طالبانو لخوا د بریدونو راپورونه په اختر کې نه دي ترلاسه شوي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو بیا پر دغې ډلې څو ځایه عملیات کړي دي. د دفاع وزارت ویاند محمد زبیر عارف وایي، د اختر په ورځو کې دوی په لومړۍ درجه احضاراتو کې وو او طالبانو ته یې د بریدونو فرصت ور نه کړ.




































