نن (جون اوومه) د خوړو د خوندیتوب نړیواله ورځ ده. د افغانستان د اقتصاد وزارت رسمي شمېرې ښیې چې د نفوسو ۴۴ سلنه وګړي د خوړو د خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي. دغه وزارت وایي، وروستۍ ارزونې چې اقتصاد وزارت له نړیوال بانک سره په ګډه ترسره کړې په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۵۴،۵ سلنې ته رسېږي او همدا رنګه ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، یعنې په ورځني ډول نه شي کولای چې د اړتیا وړ خواړه ترلاسه کړي.” نیمروز، بادغېس، بدخشان او نورستان هغه ولایتونه دي، چې اوسېدونکي یې خوندي خوړو ته د نورو ولایتونو په پرتله لږ لاسرسی لري. بې وزلي، ناامني، کمزوری اقتصاد، وچکالي، بې ځایه کېدل، د کډوالو بېرته راستنېدل، د مرستو او پانګونو کمېدل، په دغه هېواد کې د خوړو د نه خوندیتوب مهم عوامل په ګوته شوي دي.