کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني خواجه عمري ولسوالي یې په بشپړ ډول د طالبانو له شتون پاکه کړې ده او د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ولسوالي له تېر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه چې نن سهار د افغان ځواکونو لخوا بېرته ونیول شوه. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت هم ویلي و، چې ټولې هغه سیمې به بېرته ونیسي چې اوس د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.




































