د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د نږدې درې ميليارده افغانيو په لګښت ۵۰۰ رغنيزې پروژې پلې کوي. دوی وايي، تېر کال يې هم دغه ولايت کې د يو اعشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۵۰ رغنيزې پروژې پلې کړې وې. د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وایي، چې روان کال به دغه ولايت کې د نږدې ۳ ميليارده افغانيو په لګښت د ۵۰۰ په شاوخوا کې پروژې پلې شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ، جوماتونه، د سړکونو، استنادي ديوالونو او پلونو رغول، د لمريزې او اوبو برېښنا او د څښاک اوبو شبکو رامځته کول شامل دي.