په بلخ ولايت کې د قالينو يو شمېر کاروباريان وايي، چې ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه لري، چې افغانستان ته پر واردېدونکو ترکي، ايراني او ازبکستاني قالينو ګمرکي تعرفې لوړې کړي؛ څو په کور د ننه افغاني قالينې ورسره سيالي وکړای شي . شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مسوولين هم وايي چې افغانستان ته د ټيټ کيفيت لرونکو بهرنيو قالينو له راوړلو سره د افغاني قالينو بازار سخته صدمه ليدلې ده. افغاني قالينې د قالين تولېدوونکو شاوخوا ۸۰ هېوادونو تر منځ د غوره کيفيت له مخې د کتار په سر کې ځای لري؛ خو په کور دننه بيا ترکي او ايراني قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی. شمال کې د قالينو د اتحاديې مشر هم له بهرنيو هېوادونو لکه ايران، ترکيې او ازبکستان څخه افغانستان ته د ټيټ کيفيت لرونکو قالينو پر واردېدو ژوره اندېښنه ښيي او وايي چې له دې سره په کور دننه د افغاني قالينو بازار خراب شوی دی.