د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې په دغو پروژو کې ۷ ستر قراردادونه شامل دي، چې هر یو یې بیا بېلابېلې برخې لري.
نوموړي په دې اړه ویلي: «په دې کې مرمر، سیمنټ او تالک شامل دي، مونږ دا پروژې داوطلبۍ ته سپارو، دا پروژې په میدان وردګ، پروان، هرات او کاپیسا کې دي».
نوموړي ویلي چې دوی به بهرني پانګوال دې ته وهڅوي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې په دې سره به نه یوازې دا چې زموږ اقتصادي سیسټم به پياوړی شي، بلکې په کور دننه به ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادو پروژو داوطلبۍ ته له سپارل کېدو، د یادو ولایتونو خلک هرکلی کوي او وايي، چې دوی ته به کاري زمینه برابره کړي.