د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې اوسمهال خصوصي سکټور تر بیلابیلو فشارونو لاندې دی. د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د سوداګرو اختطاف، په لارو کې ناامنۍ، لوړه تعرفه، اداري فساد او په غیر قانوني توګه د سوداګرو نیول او نور بیلابیل فشارونه ددې لامل شوي چې افغان پانګوال خپلې پانګې له افغانستانه وباسي. د الکوزي په خبره له همدې امله شاوخوا ۱۴۰۰ پانګوالو خپلې سرمایې له هېواده ایستلي چې دا د افغانستان اقتصاد ته ستره ضربه ده. هغه له حکومته وغوښتل چې له سوداګرۍ خونې سره د یو شریک او همکار په توګه برخورد وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د کابل ښار په زړه کې په رڼا ورځ خلک د ډېرو کمو پیسو پر سر وژل کېږي.