د کرنې وزارت وايي، اټکل کوي چې د وچکالۍ په کمېدو سره به سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شي او شاوخوا ۴،۳ میليونه میټريک ټڼه غنم به ترلاسه کړي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، تېر کال یې تر دوو سوو ميټريک ټڼو غنم له همدې ځمکو ترلاسه کړي او اټکل کوي چې سږ کال به په دغه ولايټ کې د غنمو حاصل تر پخوا شل سلنه زیات وي.
د زياتوالي لوی لاملونه یې د وچکالۍ کمېدل او د اصلاح شویو تخمونو وېش ياديږي.
د غنمو ځینې کروندګر وایي، د غنمو سږنيو کروندو تر بل هر وخت ښه وږي او دانې کړې دي، خو له اړوندو مسوولو ادارو ګيله من دي چې د دوی لاس نیوی یې نه دی کړی.
افغانستان هر کال شپږ ميليونه ميټريک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې نږدې څلور ميليونه له خپلو ځمکو او تر دوو مېليونو له نورو هېوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان او پاکستانه په بيه اخلي.