د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې، د اوبولګولو د دوو فرعي کانالونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه کانالونه چې له عمومي کانال څخه بېلېږي، د «شلمې او یوویشتمې» ویالې په نوم یادېږي.
یاد کانالونه چې په ټولیزه توګه ۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کوي.
د یادو کانالونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۶ میلیونه افغانۍ دی، چې د اسیا پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوی دی.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه دوه زره هکټاره ځمکه خړوبوي او همدارنګه له دغو کانالونو څخه د یادو سیمو لس زره اوسېدونکي ګټه اخلي.