(بریالي خلک څنګه وده کوي) کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال د مدیریت او شخصي انظباط د متخصص او په نړۍ کې پېژندل شوي لیکوال او ویناوال، جان مکسویل اثر دی. د کتاب پښتو ژباړه اېمل همدرد کړې ده.
کتاب د یوولسو څپرکو او یوې سریزې په درلودو سره په ۱۷۲ مخونو کې راټول شوی دی. د دغه کتاب هر څپرکی تر ډېره عملي بڼه لري او لیکوال یې د هر څپرکي له لوستو وروسته، پر عملي کولو ټینګار کوي. لیکوال وايي: «زما مشوره دا ده، چې هر څپرکی یې یو ځل په اونۍ کې ولولئ او له ملګرو سره پرې خبرې وکړئ. د هر څپرکي په پای کې درکړل شوی تمرین ترسره کړئ. هڅه وکړئ چې د ودې سفر مو دوامداره وساتئ، څه مو چې ترې زده کول، په ورځني ژوند کې یې عملي کړئ».
تاسې چې همدا کرښې لولی، دا مو په دې پوره ګواهي ورکوي، چې تاسې لوستي خلک یاستی او حتماً مو له دې مخکې ډېر کتابونه لوستي. ډېر به مو داسې کتابونه، مقالې او یا هم ځینې لیکنې لوستې وي، چې د لوستلو پر مهال به یې تاسې ذهناً او روحاً دواړه له ځان سره وړي یاستی؛ خو له یو څه مودې وروسته به مو هغه خوند له خولې وتلی وي او نه به مو بل چا ته رسولی وي.
پوهېږی دا ولې؛ تاسې له لوستو وروسته پر هغه عمل نه دی کړی. د دغه کتاب لیکوال د همدغه کتاب له لوستو وروسته تاسې ته توسیعه کوي، چې هرمرو یې له لوستو وروسته هر درس عملي کړی، که نه؛ هسې به مو وخت او خپله انرژي د باد په خوله ورکړې وي.
موږ هر یو پیاوړی ځواک لرو، خو ډېر کله له خپل دغه مهارته ناخبره پاتې کېږو. د کتاب لیکوال په دې اړه وايي: «ځواک یوه په زړه پورې کلمه ده، چې له هیله مندۍ سره یو ځای مخ پر وړاندې ځي. له هیلې سره یو ځای کېږي، د بریالیتوب ژمنه کوي او پر تحقق دلالت او ښکلا ته اشاره ده. ځواک هغه کلمه ده چې اساس یې پر امکاناتو نه؛ بلکې پر باور ولاړ دی. تاسې هر یو پیاوړی ځواک لری».
لیکوال وايي، له هغه وخته چې تاسې دا کلمې لولی، زه پر دې باور لرم، چې تاسې خپل ځواک ته د رسېدو قوي لېوالتیا لری. نو اوس پوښتنه دا ده او کېدای شي ستاسې په ګډون، ډېر لوستونکي له دې پوښتنې سره مخ وي، چې څنګه کولای شو؟ ځواب یوازې د ودې لپاره مخ پر وړاندې تګ دی. تاسې باید پوره ژمن و اوسئ، سم چلند ته مو وده ورکړئ، د خپل ځواک په اړه ډېر پوه شئ، د خپلې مینې پر لور وخوځېږئ او تل له خپلو موخو سره په اړیکه کې و اوسئ. هغو مهارتونو ته وده ورکړئ، چې پر مټ یې موخو ته رسېدلی شی.
په ټوله کې دا کتاب درته وايي، که غواړی خپلو موخو ته ورسېږی، خپلو خبرو ته وده ورکړئ. که غواړی ارزښت لرونکي و اوسی، باید خپل شخصیت ته وده ورکړئ. که غواړی په خپل کار کې ماهر و اوسی، خپل مهارتونه لوړ کړی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.