د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولايت د ۱۱ ولسواليو پر ۲۶ زره هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي، چې له سل زرو مټريک ټنو د ډېرو حاصلاتو راټولولو اټکل يې شوی دی.
کروندګر بيا وايي چې سږ کال هندواڼو د تېر کال په پرتله ښه حاصلات کړي؛ خو د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هېڅ اسانتياوې نه دي ورته برابرې شوې.
د دوی په خبره، په کرونده کې سوداګر يو من هندواڼه په ۵۰ کلدارې ترې اخلي، چې د دوی مصرف شوې پيسې او د مزدورانو مزد هم نه پوره کوي.
د کرنې وزارت چارواکي یادې ستونزې مني او وايي چې دوی به د کروندګرو محصولاتو ته له اقتصاد وزارت سره په ګډه، ښه بازار پيدا کړي.