له هغه وروسته چې په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د مېوې او نورو سبزیو بیې راټیټې شوې اوس د افغانستان د سوداګرۍ خونه له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره په ګډه هڅه کوي چې زر ټنه هندوانه اذربایجان ته ولېږي. ددې خونې ویاند جان اقا نوید ویلي، هڅه کېږي چې مېوې په ځانګړي ډول هندوانه بهر ته ولېږدوي.تر دې مخکې افغان بزګرانو د دوی محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نه شتون له کبله اندېښنې ښودلې وې او مېوو ته یې د بازارونو د پیدا کېدو غوښتنه کړې وه.