د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، د اصلاح شویو تخمونو یو فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې دغه فارم به په بلخ او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو اړتیاوې پوره کړي.
رستمي زیاته کړې چې له دغه فارم څخه په ګټې اخیستنې سره به د کرنې وزارت وکولی شي، چې په کلني ډول څه باندې ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید کړي. د نوموړي په خبره، له دې سره به په شمالي ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو اړتیاوې پوره شي.
نوموړي ویلي چې دغه اصلاح شوي تخمونه به د کروندګرو په حاصلاتو او اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوي.