د کندهار د کډوالو چارو رییس وایي، هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د راتلونکو کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی او تر اوسه دې ولایت ته له دواړو هېوادونو تر درې زره ډېر کډوال راغلي دي چې د سرپنا په ګډون د زده کړو او کار زمینه هم ورته برابره نه ده. دوست محمد نایاب وویل دوی هڅه کوي دې کډوالو ته د سرپنا او کار امکانات برابر کړي. د نوموړي په خبره دوی چمتو دي هغه امکانات چې افغان حکومت یې کډوالو ته په پام کې لري برابر کړي. نوموړي وویل چې د یاد ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د جوړ شوي ښارګوټي چارې بشپړې شوې او په دامان ولسوالۍ کې هم د یو ښارګوټي جوړولو سروې پېلېدونکې ده. دا په داسې حال کې ده چې راستانه شوي ډېری کډوال د سرپناه په ګډون د کار له نشتوالي شکایت کوي.