د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې مهم او اساسي پرمختګونه کړي دي.
مطفي زیاته کړې: «د هغه پلان په پایله کې چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره جوړ شوی و، د ځمکې د استملاک مسئله هم شامله وه چې په دې برخه کې مو پرمختګ هم کړی دی. د دې مسئلې په بشپړېدو سره به موږ د پايپ لین د انتقال کارونه هم شروع کړو».
ښاغلي مطفي یادې څرګندونې پرون (د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه یوه ورځ) په نوم جوړ شوي کنفرانس ته، چې د مدنې ټولنې غړو او د نړیوالو ادارو استازو هم په کې برخه اخیستې وه، کړې دي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ هغه ګډه پروژه ده، چې له دې لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالېږي، چې د افغانستان له ۲۲ ولسوالیو او پنځو ولایتونو څخه تېرېږي.