د سمنګان په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د دوو کانونو عایدات په وروستیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۲۷ سلنې کموالي وروسته یو میلیارد او ۹۵ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي. د سمنګان د ډبرو سکرو د څانګې امر برهان الدین باهر، ویلي چې د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې د یاد ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له دوو کانونو تر یو میلیارد او ۹۵ میلیونو افغانیو ډېر عایدات ترلاسه شوي، چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۳۹۷ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ کموالی ښيي. هغه د دره صوف – مزار او دره صوف – ایبک لارو په اوږدو کې د امنیت نه شتون د دغو دوو کانونو د عایداتو د کموالي عامل په ګوته کړ او ويې ویل چې د دې لارو په اوږدو کې ناامني او دغه راز د ډبرو سکرو لپاره د تقاضا تر کموالي وروسته د کانونو په را ایستلو کې کمښت راغلی دی. د راپورونو له مخې، په یادو کانونو کې شاوخوا ۱۰ زره تنه کار کوي.