د سوداګرۍ وزارت وایي چې د هوایي دهلیزونو د پرانیستې په لړ کې نن د کابل شارجه تر منځ هوايي دهلیز پرانیستل شو. په لومړني پرواز کې د افغانستان دوه ټنه زرد آلو او آلو شارجه ته لېږل کېږي. د سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د ودې او په نړیواله کچه دغه تولیداتو ته بازراموندنه ددوی هدف دی او دغه ډول اقدامات به افغان تولیدات نړیوالو ته ور وپېژني. ددوی په خبره هڅه کېږي چې له نورو هېوادونو سره هم د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي او په دې توګه افغان محصولاتو ته نړیوال بازارونه پيدا کړل شي.