«په اوسنۍ نړۍ کې چې هره شېبه یې د چټکو بدلونونو او پرمختګونو شاهده ده، اړیکې خورا مهمې دي. د نویو څېړنو له مخې، زموږ د ورځني ژوند ۷۵ سلنه وخت په یو ډول له نورو سره په اړیکو کې تېرېږي، نو له همدې کبله د هر چا د ژوند کیفیت له نورو سره د هغه د اړیکو پر کیفیت پورې اړه لري. اړیکې د مهارتونو ټولګه ده؛ خو تر ټولو مهم یې د مقابل لوري درک کول او له هغوی سره په خبره پوهېدل دي. ژبه یوازې د اړیکو ټینګولو وسیله نه ده او په عین حال کې په هر اړخیزه توګه کامله هم نه ده؛ ځکه چې انساني پیغامونه او غوښتنې، په ځانګړي ډول هغه پیغامونه او غوښتنې چې له احساساتو او عواطفو څخه سرچینه اخلي، داسې پېچلې دي، چې ځینې وختونه یې د ویلو لپاره هېڅ الفاظ نه موندل کېږي. ډېری وختونه یوه لیدنه، لحن او غږ داسې پیغام له ځانه سره لېږدوي، چې د انسان د داخلي او پټو رازونو استازولي کوي…»
پورتنۍ خبرې «د اړیکو د مدیریت» کتاب د سریزې یوه برخه ده، چې نامتو امریکایي لیکوال، روزونکي، ویناوال او د مدیریت او رهبرۍ د برخې متخصص جان مکسویل لیکلی دی. یاد کتاب تازه جواد تیموري له انګرېزي ژبې څخه پښتو ته ژباړلی دی. کتاب اکسوس چاپ کړی او بیا کتنه یې احمدشاه ویاړ کړې چې ټولټال د اتو څپرکو په درلودو سره په ۹۴ مخونو کې راټول شوی دی.
په کتاب کې تر ډېره پر اړیکو، د اړیکو پر مدیریت او په اړیکو کې د اړینو مواردو او عناصرو په اړه بحث شوی دی. یو بل مهم ټکی چې په دغه کتاب کې ورته په غور سره پاملرنه شوې، هغه ګډې تجربې دي. د کتاب لیکوال وایي: «متقابل احترام او درناوی درسره مرسته کوي چې له نورو سره اړیکې جوړې کړی، خو د پیاوړو اړیکو لپاره بیا دغه څه بسنه نه کوي، له همدې کبله باید تاسو له نورو سره خپلې تجربې شریکې کړئ».
د کتاب په لومړي څپرکي کې پر اړیکو، د اړیکو پر ارزښت، پیاوړو اړیکو، د اړیکو پر اصولو او ګډو ټکو په مفصل ډول بحث شوی دی. په دویم څپرکي کې لیکوال تر ډېره هغه موارد شاربلي چې د نورو په اړه باید پرې وپوهېږو. د کتاب په دې برخه کې د نورو په درک کولو، له نورو کسانو سره پر مرستې، خواخوږۍ او ځینو نورو اړینو مسایلو خبرې شوې دي. په همدې ډول په درېیم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم او اتم څپرکو کې هم د اړیکو پر اهمیت، لومړیتوبونو، مدیریت او پاللو په مفصل ډول خبرې شوې دي.
که غواړی د اړیکو پر مټ مو ژوند ورځې تر بلې ښکلی کړی، خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږی او په ټوله مانا ځان د نورو د زړونو پاچا جوړ کړی؛ د اړیکو مدیریت کتاب ولولئ!
مینه وال کولای شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قیمت تر لاسه کړي.