په داسې حال کې چې د امریکا ـ افغان جګړې د پای ته رسولو اړوند، د سیمې او نړۍ په کچه د نظر اجماع ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او هغه شرایط چې پر افغان سپېڅلې خاوره د امریکایي تاړاک په پیل کې رامنځته شوي وو، اوس په یو برعکس عمل کې پر شک او د امريکایانو د پټو ستراتيژیو او کرغېړنو موخو له امله د دوی له اوږدمهاله حضور سره په ټکر کې واقع شوي. بل لور ته له طالب اړخ سره خبرو اترو ته د امریکایانو کښېناستل، د مور بم پر څېر د هر ډول او رنګه انسان وژونکو وسلو کارونه، د دوی د حربي جنرالانو او نظامي ستراتيژیانو پرله پسې ماتې، د جغرافیې له لاس ورکول او د دوی تر کفالت لاندې افغان حکومت د واک او حاکمیت سیمه له کلیو او ولسوالیو يوازې تر سترو ښارونو محدودېدل، د دې ښوونه کړې چې امریکایان مات دي او دوی هسې له سیمې د پښو سپکولو لپاره په اوبو کې د چم ښودلو او ګام اړولو لوبه کړې.
اوس په داسې يوه فضاه کې د عمران خان سفر امریکا ته او هلته د ټرمپ د مخکنيو چرسي لافو شاپو خلاف، د پاکستاني لومړي وزیر تود هرکلی او له هغه سره د خپلو پوځیانو د تېښتې له بحثه نیولې، د هند او پاکستان د شخړې تر حل او په ځانکړي ډول دا خبره چې که چېرې زه وغواړم په افغانستان کې جنګ ختم کړم، نو دا کار به فقط لس ورځې وخت وغواړي، مګر زه باید لس میلیونه افغانان ووژنم، يا دا چې موږ په افغانستان کې تر ټولو ستر بم واچوی او موږ کولای شو چې همدا کار بیا بیا وکړو، خو موږ نه غواړو چې افغانستان پوپنا کړو.
د ټرمپ دا ډول خبرې د یو ډیسکوټیک شرابي او جیمز بانډ د امریکایي فلمونو هغو خیالي صحنو ته ورته دي چې د سپینې ماڼۍ په ۲۰۰ مترۍ کې شوکه مارانو ته به هم ريشخند ښکاري.
دا ځکه افغانستان که د ارګ له مذبذب دريځه نه، بلکې که د افغان ولس د تاریخ او د انساني تمدن له لوړ دريځه مطالعه شي، تل ستر ملت پاتې شوی، بشري یون ته يې د عزت او عزمت ویاړونه پرېښې او تل يې د ګرګین، چنګیز، انګریز، مغل او تزار په شان د وخت فرعوني، شدادیانو او نمرودانو ته داسې ماتې ورکړې، چې تر ننه هم بیا په سد نه دي راغلي او د تاریخ د عبرت په هدیره کې نیست او تباه شوي دي.
د امریکایي ولسمشر وروستۍ څرګندونې د دوی له تاریخ څخه په جهل، په ټوله مانا د ستر افغان ملت سپکاوی، د افغان حکومت د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د داعیې بطلان او په ټوله کې د جګړې په ډګر کې د دوی د شرموونکې ماتې داسې بېلګه ده، چې په پورونو کې ډوب پاکستان او عمران خان غاړې ته هم لاس اچوي.
ټرمپ او د نوموړي حواریون باید پو شي چې مونږ دا وطن په سرونو پاللی، د دې عظیم ولس تاریخ په وینو لیکل شوی او د دې ملت اتلان د پنجابي بنسټګر جناح په څېر د انګريز په مۍ خانو او شرابخانو کې پیدا شوي ټامیان نه دي، دلته اتلان هغه څوک دي چې ستا په اسلافو فرنګیانو يې میندې بورې کړې وې، لکه غازي امان چې يرغلګر یې تر جهنمه بدرګه کړې دي، لکه وزیر اکبر خان او یا لکه میوندي ملاله چې د آزادۍ او حریت بیرغ يې رپاند ساتلی و.
هغوی چې په امپراطورۍ کې يې سر نه ټیټېدو، نن تر محدودو جزیرو راکوچني شوي، امریکایان مات دي، دوی به ژر د دې ملت عزت، کرامت او عزمت ته ګونډې وهي، دا ځکه افغانان افریقایي سوباړې نه دي، مونږ په لس میلیونه نه ورکیږو، مونږ ټول ۳۵ میلیونه ملت له پیدايښته کفن په غاړه د خپل مور وطن په ننګ او لار کې ابراهیمي اسماعیلیان یوو.
له دې ټولو سره ننګ او شرم هغوی ته دی چې لا اوس هم د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، لا اوس هم په پردو عسکرو ځان او واک ساتي او لا اوس هم د پنجاب او امریکا په افغان وژونکو موخو او مرګونو ستراتيژیو کې تور او سپین لټوي.