پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د سولې په درشل کې ولې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې؟

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اگست 25, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل نوي راپور کې، تېره جولای میاشت ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو خونړۍ میاشت یاده کړې چې په خبره یې شاوخوا ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. که له یوې خوا د سولې په هکله خبرې اترې یو هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلې، خو په ورته وخت کې په هېواد کې جګړې لاپسې زور اخیستی او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه یې هم خورا لوړه کړې ده. دا چې د سولې په دې هیله بخښونکي پړاو کې ولې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې؟ په نړیوالو، سیمه ییزو او کورنیو لاملونو یې په دې تحلیل کې شننه شوې ده.
نوي جګړه ییز تاوتریخوالي ته لنډه کتنه
دا چې د افغان سولې په اړه د طالب مشرانو او امریکایي چارواکو ترمنځ تر ناستو او غونډو وروسته، هیله بخښونکي او د ښو پرمختګونو په اړه راپورونه مخې ته راځي، خو بلخوا په ورته وخت کې د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالي هم زور اخیستی. د یوناما د نوي راپور پر بنسټ، د ۲۰۱۹ میلادي کال لومړۍ نیمايي دویمه ربع کې د اولې هغې په پرتله د تاوتریخوالي په برخه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۷ سلنه زیاته شوې ده. د یاد راپور پر بنسټ، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۳۸۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې جملې څخه د طالبانو په پرتله حکومت پلوه ځواکونو ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملکي مرګ ژوبلې بیروني لاملونه
د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله اوس د سیمه ‌ییزو او نړیوالو قدرتونو ګټې ډېرې څرګندې شوې او هر هغه هېواد چې د افغان سولې په برخه کې د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو سیالانو په پرتله ځان منزوي وګوري، په افغان سوله کې د نه همکارۍ ګواښونه کوي او بلخوا غواړي خپلې سیمه‌ ییزې ستونزې له افغان سولې سره غوټه کړي، څو خپلې ستونزې د افغان سولې په بدله کې هوارې کړي. د بېلګې په توګه، امریکا د کشمیر په مسئله کې د هند او پاکستان ترمنځ درېیمګړیتوب ته په دې توګه لیوالتیا وښوده، چې پاکستان به د افغان سولې علاوه د امریکايي ځواکونو وتلو کې له یاد هېواد سره مرسته کوي او همدارنګه امریکا ته د پاکستاني لوري د وروستي سفر اجنډا مهم اړخ چې په افغان سوله کې همکاري یادېدله، په دې شرط وه چې ګواکې یاد هېواد به د کشمیر په مسئله کې د امریکا پاملرنه او مرسته راجلب کړي. که څه هم په لومړیو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره توګه د کشمیر په مسئله کې له پاکستان سره د مرستې ټټر وواهه، چې په دې اړه هند نه یوازې خپل پراخ غبرګون وښود، بلکې ولیدل شول چې هند لوري ته د کشمیر په اړه یې وروستۍ پرېکړې وکړې او پاکستان هم یادې پرېکړې د افغان سولې له موضوع سره تړلې وبللې او په افغان سوله کې یې د نه همکارۍ ګواښونه وکړل. په دې توګه یو ځل بیا افغان سوله د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو ښکار شوه او په افغانستان کې یې پراخ تاوتریخوالي ته لاره هواره کړه، چې په پایله کې ملکي مرګ ژوبله هم ورسره لوړې کچې ته ورسېده.
د ملکي مرګ ژوبلې کورني لاملونه
په داسې حال کې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ترڅنګ، بین الافغاني خبرې اترې هم ترسره شوې او په پایله کې ژمنه وشوه چې حکومتي ځواکونه او طالب لوری به د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچې راښکته کولو کې کوټلي ګامونه اخلي، خو په وروستیو کې ولیدل شول چې تاوتریخوالي لاپسې زور واخیست او د روانې جګړې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وي. د سولې په دغه روان درشل کې د تاوتریخوالي زیاتېدل ځکه د حیرانتیا خبره نه ده، چې د نړۍ په سطحه دا ثابته شوې چې کله هم د دوو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي، تاوتریخوالی ورسره زور اخلي او هر لوری کوښښ کوي چې خپل اړخ ځواکمن وښيي او زیات امتیازات تر لاسه کړي. افغان دولت او افغان طالبان هم د تاوتریخوالي کچې لوړولو په ترڅ کې غواړي چې ځان ځواکمن وښیي او ډېر امتیازات تر لاسه کړي. مګر افغان طالبان امتیازات او دوه ډوله امتیازات تر لاسه کول غواړي، یو دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د جګړې ګټلو امتیاز واخلي، بل دا چې د افغان حکومت پر نه منلو باندې ټینګار او له افغان حکومت سره خبرې اترې نه کول، څو د هېواد په سطحه شته کمزوری نظام له منځه ولاړ شي او د هغې پر ځای د طالبانو د خوښې اسلامي امارت رامنځ ته شي. نو ځکه یې په اوس وخت کې جګړې ته زور ورکړی. بلخوا افغان حکومت چې د سولې په نسبت ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي، د لنډمهالي حکومت رامنځ ته کېدل د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او شته نظام پر وړاندې زیاتی ګڼي. خپلو چاڼیزو او هوايي عملیاتو ته یې د پخوا په پرتله ډېر زور ورکړی، چې د میدان وردګ، لوګر او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو په پرتله یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده. د افغان حکومت لخوا د وروستیو عملیاتو پراخوالی ښایي له دې امله وي، څو خپل ځان ځواکمن وښيي او له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو کولو او په ترڅ کې د قدرت غځولو امتیاز تر لاسه کړي. دا چې د دواړو لوریو لخوا د یادو شویو امتیازاتو غوښتلو په پار په هېواد کې جګړې لاپسې زور اخیستی، د دواړو لوریو وسله والو ترڅنګ، د جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي. د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي بل لامل په هېواد کې د بهرنیانو په مرسته هغه کورنۍ ډلې دي، چې خپلې ګټې یې په جګړه کې نغښتې او کله چې د سولې په هکله هیلې راپورته شي، هغوی غواړي چې پر ملکي خلکو خپلې حملې زیاتې کړي، څو د سولې په هکله خنډونه جوړ او جګړه دوام ومومي، لکه دوې اونۍ وړاندې چې په فراه ولایت کې د ملکي مسافرو یو بس په نخښه شو چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي وو او پړه یې هیڅ وسله والې ډلې په غاړه وانخیسته او ټول قربانیان یې عام وګړي وو. بله ستره وېره چې د سولې پروړاندې ستر خنډ او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالي ستر لامل ګڼل کېږي، داعش وسله واله ډله ده، چې اکثره حملې د ملکي وګړو پروړاندې تر سره کوي. همدارنګه په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه، چې ولسي وګړي پکې برخه لري او د طالبانو لخوا په ټاکنیزو کمپایني غونډو وروستۍ حملې او ولسي وګړو ته سخت ګواښونه هم د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
پایله
دا چې د سولې په درشل کې جګړې لاپسې زور اخیستی، افغان مشران باید د بهرنیو هېوادونو پر ځای د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ درېیمګړيتوب ته راودانګي، څو د افغان سولې راتلل شوني او افغان وژنه ودرېږي. دا ځکه چې په کراتو کراتو ولیدل شول چې بهرني هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر وړاندې افغان سولې ته ارزښت نه ور کوي او آن دا چې ډېری هېوادونه په افغان سوله کې تر هغو رښتینې همکاري نه کوي، څو چې د هغوی داخلي ستونزې حل و نه مومي. دا کار بیا د افغان سولې پروسې د لاغځولو په مانا دی او کله چې د هغوی ستونزې حل نه شي، نو نه یوازې له درېیمګړيتوب څخه لاس اخلي، بلکې د افغان سولې په اړه سپک او بې مسوولیته ګواښونه هم کوي او په ښکاره توګه د افغان سولې پروړاندې خنډونه جوړوي. د هغو وسله والو ډلو په غښتلي کولو کې خپله ونډه لوبوي، چې د تاوتریخوالي په دوام کې یې ګټې نغښتې وي او هغوی خپلې ګټې د ملکي وګړو په وژلو او ټپي کولو سره په آسانه توګه تر لاسه کوي. طالبان او افغان حکومت باید د مخامخ خبرو اترو له لارې سوله افغانۍ کړي او د نورو هېوادونو لاسونه ترې لنډ کړي. سوله او خبرې اترې یو بل ته د څه ورکولو او منلو په مانا دي، نو د جګړې دواړه لوري (طالبان او افغان حکومت) باید همدې اصل ته په کتو، نه یوازې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي، بلکې په یو ګډ کور کې یو د بل شتون ومني، څو د څو لسیزو جګړو ستړی افغان ولس د نورو ولسونو په څېر د هر اړخیزې سولې شاهد واوسي.

Share15Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In