هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه، همغه جګړه غازي امان الله خان په خپل انداز کې وکړه، هغه مهال چې انګليس په هند کې و او ايران کې يې هم لښکرې ګرځېدې، د غزا ناره پکې درنه ناره وه، غازي چې انګليس ته د ۱۹۰۵ ز کال د تړون د بياکتنې ليک ولېږه، منتظر پاتې نه شو او سملاسي يې ازادي اعلان کړه.
که تاسو له انګليس سره د افغان ځواکونو زور او ځواک پرتله کړی، نو له انګليس سره جنګ يوازې د افغانانو سرزوري ګڼلی شی. يوه لويه امپراتوري چې په اروپا کې يې المان، اترېش او عثماني ترکيې ته ماتې ورکړې وه، څرنګه پرې د غازي امان الله خان لښکرې غورځېږي، دا تعجب دی.
دا جګړه له هره پلوه بې انډوله وه، په هر محاذ کې د انګليس او هند ځواکونو او وسلو شمېر په کراتو زيات و، هغوی منظمه اردو درلوده او هغوی تربيه شوي نظاميان وو او هغوی د اعاشې او اکمال له نظره په ډېر لوړ حالت کې وو، خو افغان پوځونه چې ټول شمېر يې تر ۶۰ زرو رسېده ډېر نامنظم و، خواړه او پوښاک يې غريبانه او پر خپل ځان وو، د وسلو او اکمال حالت يې ډېر خوار و او دوی اصلاً د انګلیس له پوځ سره په دغه حساب نه شوای جنګېدلی، يوازې په دې جګړه کې نه؛ بلکې په لومړۍ او دويمه جګړه کې هم افغانان دغسې تش لاسي وو او ډک لاسي يرغلګر يې په مخ او څټ وهل. تاسو که د افغان انګليس په دويمه جګړه کې د انګليس لښکرې له بولانه تر کابله تعقيب کړی، نو تاريخ به تاسو ته په دغه ټوله لاره د انګليس د لښکرو لوڅې هديرې در وښيي، تاسو به په کابل کې متجاوزين ډېر بې وسه، اړ او محاصره ووينی، خو دا هر څه افغانان په خپل همت او سرزورۍ کوي، د نړۍ کوم ځواک هم نشته چې وسلې ورکړي، روزنه ورکړي او حمايه يې کړي او دا زمونږ د تاريخ را پاتې تسلسل دی، دا مونږ ته راښيي چې افغانان په تشو لاسونو لوی ځواکونه څنګه پرزوي.
د غازي لویې لاسته راوړنې!
د غازي امان الله خان تر ټولو لويه لاسته راوړنه د هېواد ازادي وه، د ازادۍ له نعمت او ارزښت سره بل هيڅ ارزښت سيالي نه شي کولای.
غازي د سوداګرۍ، اقتصاد، تعليم، فرهنګ، ادارې، نظامي او هوايي ځواک، لارو او مواصلاتو، ښار جوړونې او بېلابېلو برخو کې ډېرې زياتې لاسته راوړنې درلودلې، غازي د افغانستان لپاره د ترقۍ ډېر لوی خوبونه ليدل او هغه چې په کوم شوق او ملي جذبه دې خوب ته کار کاوه، دا د افغانستان په تاريخ کې ساری نه لري.
په اقتصادي برخه کې پر شرکتونو او فابريکو کار وشو، د اورګاډي پټلۍ پيل شوې، په پام کې وه چې د هېواد جنوب له شمال سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي، د برق سټېشنونه جوړ شول او برېښنا يې فابريکو ته ورکړل شوه. د اوبو څو بندونه جوړ شول، لکه د غازي بند او د غزني سراج بند. د الوتکو او موټرو د ترميم او پرزې جوړولو فابريکې جوړې شوې، د نساجۍ فابريکه جوړه شوه. د دې لپاره چې ولايتونه له مرکز سره ونښلول شي، نو د ټليفون او تلګرام پر پروسې کار پيل شو.
په تعليمي ډګر کې په حبيبيه او امانيه لېسو کې فرانسوي او الماني ښوونکيو تدريس کاوه، په ټول افغانستان کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي جوړ شول او تر ۱۹۲۷ ز کال پورې ټول ۵۱ زره شاګردان پر زده کړو بوخت وو. په مسلکي لېسو کې ۳۰۰۰ زده کوونکي موجود وو. څو سوه زده کوونکي د زده کړو لپاره ترکيې، جرمني، فرانسې، اېټاليې او شوروي ته ولېږل شول. معارف ته لويه بوديجه په پام کې ونيول شوه چې د دفاع او دربار تر بودیجې وروسته، درېيمه لويه بوديجه يې تشکيلوله. طب ښوونځی جوړ شو او په پايتخت کې لوی کتابتون ايجاد شو.
په فرهنګي برخه کې په کابل او ولايتونو کې ۱۳ جريدې خپرېدې، په دوی کې ارشادالنسوان جريده، اتحاد مشرقي جريده، افغان ورځپاڼه، د تعليم او تربيې مجله، امان افغان اونيزه، د پوځ مجله، اتفاق اسلام اونيزه، اتحاد جريده، د اعلاناتو لپاره ابلاغ جريده او حقيقت جريده شامل وو.
له دې سره په څنګ کې انيس ازاده اونيزه هم له چاپه راوتله، د دې اونيزې مسئول غلام محی الدين انيس و. نسيم سحر د احمد راتب خان په مشرۍ او نوروز ۱۵ ورځینۍ د ميرزا محمد نوروز په مشرۍ خپرېدې.
د غازي په وخت کې لومړی ځل راډيو جوړه شوه او سينما ته کار وشو، ارواښاد غلام محمد خان ميمنهګي المان ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو او کله چې راستون شو، نو د رسامۍ ښوونځی يې پرانیست چې وروسته بيا د هېواد په کچه يو لوی هنري نوم شو.
د غازي په واکمنۍ کې اساسي قانون (نظامنامه) جوړ شو، لويې جرګې راوغوښتل شوې، شورای خاص يا د دولت شورا چې د پارلمان حيثیت يې درلود جوړ شو او ډېر قوانين تصويب شول.
د غازي په وخت کې افغانستان ۱۱ الوتکې درلودې او ۶۵ کسان يې د هوايي زده کړو لپاره ترکيې، فرانسې، اېټاليې او شوروي ته ولېږل. حربي فابريکه جوړه شوه او دافع هوا توپونه او زره پوش موټرې پوځ ته وارد شول.
د سالنګ او پکتيا لویې لارې جوړې شوې او پر نورو لارو کار پيل شو. دارالامان ماڼۍ جوړه شوه، ملکي او نظامي روغتونونه جوړ شول، کابل ته د اکسرې ماشين راوړل شو او دارالمجانينونه او دارالايتامونه جوړ شول.
غازي دغه مهال ترکان، جرمنيان او فرانسويان د روغتيا، تعليم، پوځ، تخنيک او لرغون پوهنې په برخه کې پر کار ګومارلي وو.
سليقوي رېفورمونه!
د غازي امان الله خان لومړۍ لويه تېروتنه دا وه چې هغه د شپږو مياشتو په اوږده سفر له هېواده بېرون په رسمي سفر ووت، له يوې خوا دلته دننه په هېواد کې د غازي مخالفينو ته د توطيو ميدان خوشي شو او له بلې خوا په دې سفر کې غازي د اروپا د فرهنګ او رواج تر تاثير لاندې راغی او ده چې هلته کوم رنګ اخیستی و، د دغه رنګ تصویرونه د ده تر را رسېدو مخکې په افغانستان کې حساسيتونه راپارولي وو.
دويمه لويه تېروتنه د خلکو له روايتونو او سنتونو سره د غازي ټکر و، تاسو فرض کړئ، که په ۲۰۱۹ ز کال کې په کابل ښار کې پوليس ودرېږي او د مېرمنو له سرونو څادرۍ په خنجکونو لرې کړي، دا به د هېواد په لرو بر کې څنګه غبرګون ولري؟ بيا همدا غبرګون په ۱۹۲۸ ز کال کې وسنجوئ، چې هغه مهال به د خلکو او روحانيونو غبرګون څه و؟ غازي امان الله خان په پغمان کې د خپلې مېرمنې له سره ټيکری لرې کړ او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې مېرمنې د حجاب له قيده خلاصې کړي. دا هر څه د خلکو له روايتي او سنتي حالت سره په سخت ټکر کې وو.
په لويو غونډو کې خلک مجبورېدل چې کالي لرې کړي، پتلونونه واغوندي، شپو خولۍ پر سر کړي او امسا په لاس کې ونيسي، دوی ته ويل کېدل چې نور به د سلام پر ځای شپو خولۍ له سره ښکته کوئ او دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دغه شمېر او دې اندازو پتلونونه، د درېشۍ او شپو خولۍ نه وې، دې هر څه نوي سليقوي رېفورمونه مسخره کړي وو.
شاه د جمعې ورځې رخصتي پنجشنبې ته واړوله او په پوځ کې يې د ږيرې خرېیل جبري کړل، دې ټولو غازي د يوه داسې کس په توګه مشهوراوه، چې له ديني رموزو سره يې شخړه شروع کړې. د نکاح په اړه چې څلور ښځې يې منعه کړې وې، دا خورا حساسه مسئله وه، دا له ديني متونو سره ټکر و او په روحانيونو کې يې لوی بحث رامنځته کړی و.
سلمه کليزه ولې مهمه وه؟
سږ کال چې د ازادۍ د ګټلو سلمه کليزه راغله، دا سليزه زمونږ د نيکونو د سلو کلونو پخوانۍ تُورې نمانځنه ده، دا نمانځنه د دې لپاره ډېره مهمه ده چې مونږ د خپلواکۍ پر ارزښت پوه شو، دا د دې لپاره ده چې مونږ د خپلواکۍ مفاهيم، احساسات او جذبات د يو ملي امانت په توګه ژوندي او په نسلي بهير کې يې په خوځون او دوران کې وساتو.
په دې ګرمې سليزې کې د دې يو لوى فرصت برابر شو، چې د خپلواکۍ پر تېرې مبارزې بېلابېل کتابونه او مقالې چاپ شي او فرهنګي مناسبتونه، ګردي مېزونه او کنفرانسونه پرې داير شي دا مجالونه داسې وو چې د يوې ملي بيدارۍ لپاره مهم او اساسي توکي وو.
د ازادۍ دغسې نمانځنه د دې لپاره هم مهمه وه، چې د هغو خلکو تاويلونو ته يو ډول ځواب شي، چې خپلواکي د اوسني عصر په غوښتنو او ګلوبلايزېشن کې له سره تعريفوي. خپلواکي، خپلواکي وي او افغانانو چې د انګليس تر دری ځلې ماتولو وروسته شوروي هم مات کړ او اوس امريکا هم د خبرو پر بستر د وتلو لار ګوري، دا ټول په دې مانا چې د خپلواکۍ جوهري مانا زمونږ په وطن کې نه ده بدله شوې.
په کوم شان او اندازه چې د ازادۍ سليزې ته پام وشو، د غازي د وخت ودانۍ ورغول شوې، د افغانستان شموله مراسمو تابيا ونيول شوه او فوق العاده اهتمام ورته وشو، دا نو زمونږ د تاريخ يوه معنوي رغونه وه او دا د هغه ټپي ورځې درملنه وه چې د تېرې نيمې پېړۍ جنګونو، لکه د دارالامان دا هم بې امانه ځپلې وه. د جنګونو په شر کې دغه له اعتباره غورځېدلی لوى ملي ارزښت ته د بيا باور ورکولو لپاره دا اړينه وه، چې دغسې شانداره ونمانځل شي. په دې حساب به دا شانداره اهتمام د تاريخ له حافظې هير نه شي.
د ازادۍ د نمانځنو تیت موردونه!
د ملتونو په معاصر تاريخ کې څه نومونه داسې وي، چې هغوی پر ملي رمزونو اوښتي وي، غازي امان الله خان چې د خپلواکۍ او مترقي افغانستان له منظره په دې سيمه کې بې سياله دی، هغه بايد د دې کوچنيو سليقو له منځه ډېر شانداره راووځي، هغه په دې حساب د افغانانو لپاره يو ملي رمز دی.
عموماً د ازادۍ په نمانځنو کې څه موردونه داسې دي چې ډېر پام ورته نه کېږي، يو څو يې په لاندې ډول يادوو:
لومړی؛ د غازي په اړه بايد د اسلامي نړۍ د هغه مهال پياوړو ليکوالانو، مؤرخينو او مفکرينو ارشيفونو ته مراجعه وشي، د هغوى په کتابونو کې په دې اړه ډېر څه شته. د بېلګې په توګه، د اسلامي نړۍ د هغه مهال د لوی مؤرخ او مفکر امير شکيب ارسلان خاطرې، د امير په اړه د علامه اقبال تحرير، د خان عبدالغفار خان ليکل، د خلافت تحريک د مشرانو خاطرې او دېته ورته نورې ډېرې سرچينې شته، چې په منځ کې يې د غازي يادونه نالوستي پراته دي.
دويم مورد دا دی چې د غازي امان الله خان د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه د نوموړي د کورنۍ له غړيو او په ځانګړي ډول شهزادګۍ هنديه، شهزادګۍ ناجيه او نورو غړو سره بايد تاريخي مرکې وشي.
درېم مورد دا دی چې د ازادۍ جګړه د غازي په مشرۍ د ټول ملت جګړه وه او دې لپاره اړينه ده چې دغه جګړه افغان شموله وګڼل شي، په دې مانا چې په راتلونکي کې بايد د ازادۍ د ګټلو پر جامع او راټول تاريخ خبره وشي، د ازادۍ ټول کرکټرونه او شخصيتونه ژوندي وساتل شي او دا موضوع د ټول افغانستان ګډه موضوع شي او دا هله کېږي چې نور قومونه د ازادۍ په جګړه کې خپل سهم وويني.
څلورم مورد دا دی چې تر ډېرو او شانداره لاسته راوړنو وروسته، له بده مرغه هغه سليقوي وروستني رېفورمونه چې غازي امان الله خان له اروپا راکاپي کړي وو، نه يې هغه مهال ملي منښته لرله او نه يې اوس څوک منلو ته تيار دي، د غازي هغه تېروتنې چې غازي د سليقوي رېفورمونو په سلسله کې وکړې، هغه په احساساتي ډول نه، بلکې په تحقيقي او علمي بڼه تحليل او تجزيه شي او د افراط او تفريط له چلنده راوويستل شي.