د بهرنیانو پټې او ښکاره مداخلې په افغانستان کې څو ځله نطامونه نړولي دي. د غازي امان الله خان په مشرۍ د هغه وخت له برېټانوي ښکېلاک یا استعماره خپلواکي تر لاسه کول د افغانانو یوه ستره لاسته راوړنه وه. خو پوښتنه دا ده چې ولې افغانان ونه توانېدل چې دا ستره ملي لاسته راوړنه د هېواد د پرمختګ او پر خپله خاوره د تل پاتې ټیکاو لپاره وکاروي؟
هغه کوم لاملونه وو چې له کبله یې له خپلواکۍ وروسته په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان کې پنځه یا شپږ ځله نظام په بل مخ واړول شو او هېواد د کړکېچ خوا ته ولاړ؟
دا پوښتنې ښایي ډېر ځوابونه ولري، خو که په بېلابېلو دورو کې د واقعیتونو او شرایطو څېړنه وشي، نو دری داسې بنسټیز لاملونه وو چې په افغانستان کې یې نظامونه نړولي. همدې لاملونو په دې هېواد کې د حکومتولۍ د تداوم او اصلاحي پروګرامونو د پلي کېدو مخه نیولې ده.
۱ـ د سیاسي موخو لپاره مذهب کارول
لومړی لامل دا بللی شو چې په افغانستان کې ډلو ټپلو د مذهب له ادرسه په ولس کې ځان ته د مشروعیت موندلو هڅه کړې ده. دوی له همدې ادرسه خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو هڅه هم کړې ده او لا یې هم کوي.
افغانان په ټوله کې د کلکې عقیدې خاوندان دي، پر خپلو باورونو باندې کلک ولاړ دي او خپلو مذهبي شعایرو ته تل درناوی لري.
افغانان په ټوله کې د کلکې مذهبي عقیدې خاوندان دي. همدا لامل دی چې افغانان سره له دومره ډېرو ناخوالو او سره له دې چې له بېلابېلو پرګنو او قومي ډلو سره تړاو لري، د ملت په توګه یو ځای پاتې شوي دي.
خو د افغانانو همدا مذهبي یا عقیدوي ځانګړنه ځینې وخت د دې لامل هم شوې ده، چې بهرنیان یې په چارو کې مداخله وکړي. دا مداخله ځکه شونې وه چې افغان ټولنه په سیمه او نړۍ کې د وخت له حالاتو او بدلونونو ناخبره وه.
بې له شکه چې افغان چارواکو یا د وخت حکومتونو هم د خپلو ناسمو تګلارو له کبله د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابره کړې ده.
خو ایا د بدلون لپاره دې ته اړتیا وه چې افغانان د مذهب په نامه وکارول شي او له کبله یې د افغانستان نظامونه تش نس شي؟
۲- د واک او امتیاز تنده
په افغانستان کې د ټیکاو او پرمختګ پر وړاندې دویم خنډ دا و چې په کور دننه سیاستوالو، قومي مشرانو، مذهبي نخبه ګانو او روحانیونو د واک تر لاسه کولو یا امتیاز اخیستلو شوق درلود.
ځینو افغان مشرانو واک ته د رسېدو لپاره د نظام له نړولو هم ډډه نه ده کړې. هسې خو د هیوادونو په سیاست کې د افرادو او ډلو لخوا د واک د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې معمول دي او هره ډله فکر کوي چې د دوی تګلاره تر نورو ښه او ګټوره ده.
خو په افغانستان کې دې کسانو د واک تر لاسه کولو لپاره ان د نظام له نړولو هم ډډه نه ده کړې او د دې موخې لپاره یې د بهرنیانو مرسته هم منلې ده.
د امان الله خان پر وړاندې له انګریزانو، د داوود خان پر وړاندې توسعه غوښتونکي شوروي اتحاد او د کمونیستي رژیمونو پر ضد د افغانستان سیال پاکستان له ځینو افغانانو سره پټه او ښکاره مرسته کړې ده.
۳- خپلمنځي اختلافات
درېیمه بدمرغي چې د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې په وار وار تکرار شوې ده، هغه د سیاسي اشخاصو او ډلو خپلمنځي اختلافات وو.
په هره دوره کې د یو فکري خط خلک د خپلو ایډیالوژیکو موخو د خوندي کولو په مزل کې په نیمه لار کې د یو بل پر وړاندې درېدلي دي.
د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان نظام کله هم په مخامخ توګه د باندنیو توطیو له کبله نه دی ړنګ شوی.
هر ځل داسې شوي چې په کور دننه ډلو د خپلمنځي اختلاف له کبله بهرنیانو ته د مداخلې او د نظام د ننګولو فرصت ورکړی دی.
د امان الله خان هغه ملګري چې له ده ګیله من وو، د ده پر ضد له حبیب الله کلکاني سره د انګریزانو په مشوره ودرېدل. د چپي ګوندونو هغو مشرانو چې داوود خان ورته د فعالیت زمینه برابره کړې وه، د واک تر لاسه کولو لپاره داوود خان وواژه.
چپي ګوندونه وروسته خپلو کې سره وران شول او په خلق او پرچم وویشل شول او پرچم هم بیا وروسته د کارمل پالو او نجیب پالو ترمنځ د اختلافاتو ښکار شو.
مجاهدین هم د یوې موخې په لټه کې له اوو ادرسونو جنګیدل چې وروسته بیا په خپلو کې سره ونښتل.
په تېرو سلو کلونو کې د همدې تېروتنو تکرار دا ښیي چې افغانانو له خپل تېر تاریخ زدکړه نه ده کړې.
داوود خان د چپي ګوندونو لخوا په یوه خونړۍ کودتا کې ووژل شو. له همدې امله د امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ تر ګټلو سل کاله وروسته هم افغانان او هېواد یې په ډېرو ستونزو کې ګیر دي.
افغان سیاستوال او ولس باید د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې په ګډه د خپل تېر تاریخ نمانځلو ترڅنګ، خپلو تېروتنو ته هم بیا کتنه وکړي او خپل راتلونکی وژغوري.
افغانستان همدا اوس د خپل تاریخ له یوه بل ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي او که پخوانۍ تېروتنې تکرار شي، نو نظام یې یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کېدلی شي.