د ملي یووالي حکومت د کمزوري مدیریت له امله په دې وروستیو کې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. امریکا د افغانستان ستر مرستندویه او ملاتړی هېواد دی او له دغه هېواد سره د افغانستان اړیکې قوي مدیریت ته اړتیا لري. په دې وروستیو کې د افغان حکومت د کمزوري مدیریت او د لوړپوړو حکومتي چارواکو او ادارو ترمنځ د فساد موجودیت، دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې زیانمنې کړې دي. تازه امریکا له افغانستان سره سل میلیونه شوې مرسته بېرته ګرځولې او ۶۰ میلیونه یې ځنډولې ده. امریکا پر افغان حکومت دا تور هم پورې کړی، چې ګواکې فاسد دی او مشران یې له حکومتي صلاحیتونو ناسمه استفاده کوي.
په افغانستان کې روان وضعیت حساسې مرحلې ته رسېدلی دی. له یوې خوا ټاکنې، له بلې خوا په ټپه ولاړې د سولې خبرې او بل لور ته خونړۍ جګړې افغانان اندېښمن کړي دي. په دې مهمو شرایطو کې د افغان حکومت مشران د حکومت د مدیریت او اوضاع د سمولو پر ځای، پر ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي او له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه ګټه پورته کوي. په همدې تړاو په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغان حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه. نوموړي وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه استفاده کوي او د اداري فساد د موجودیت لپاره ځینې مرستې ځنډوي او ځینې نورې لغوه کوي.
په همدې تړاو امریکا د بنسټیزو پروژو لپاره سل میلیونه شوې مرسته لغوه کړې او ۶۰ میلیونه نوره یې د شفافیت تر راتګ پورې ځنډولې ده. مایک پامپیو دا هم ویلي وو، دوی د هغو رهبرانو پر وړاندې درېږي چې فساد کوي او د افغانستان خلک د امریکا له مرستو محروموي. نوموړي ویلي وو: ((حکومتي بنسټونه او د افغانستان د حکومت مشران باید شفاف او حساب ورکوونکي وي. موږ د هر هغه چا پر وړاندې درېږو، چې له خپل موقعیت او قدرت ناسمه استفاده کوي او د افغانستان خلک له بهرنیو مرستو محروموي)).
امریکا په وروستۍ یوه اونۍ کې د دوو بېلو اعلامیو په ترڅ کې په راتلونکو ټاکنو کې پر شفافیت او د پیسو په وسیله د رایو په نه اخسیتلو او ترڅنګ یې د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې د فساد موجودیت له امله اندېښنه څرګنده کړې. بلخوا د چارو شنونکي د امریکا لخوا پر افغانستان د مرستو بندېدو ته په اشارې وایي، چې د افغان حکومت د ناسم مدیریت، عدم شفافیت او نورو نیمګړتیاوو له امله د کابل او واشنګټن مناسبات هم ترینګلي شوي دي. د چارو شنونکی جاوید کوهستاني وایي: ((په دې کې شک نشته چې د مرستو قطع کېدل او د اړیکو خرابېدل د افغانستان پر وضعیت او خلکو باندې منفي اغېز لري. دا هر څه د ناسم مدیریت له امله رامنځ ته شوي)).
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي هم د امریکا لخوا پر افغانستان د مرستو بندېدل د افغان حکومت کمزوری مدیریت یادوي او وايي، افغان حکومت په ښې حکومتولۍ کې پاتې راغلی. د ولسي جرګې غړې سائېره شریف وايي: ((حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی. حکومتي مشرانو ژمنه کړې وه، چې فساد به له منځه وړي، خو دوی په دې ژمنه کې بریالي نه شول)).
د ولسي جرګې غړي دغه راز وایي چې په افغان حکومت کې روان فساد په نړیواله کچه د افغانستان باور ته زیان رسوي. د ولسي جرګې غړی رییس عبدالخالق وايي: ((نړیوال دلته د خپلو مرستو له ضایع کېدو وېره لري. دوی چې څه ورکوي حساب یې غواړي، خو دلته داسې مرجع نشته چې دوی قانع کړي. فساد د افغانستان هویت ته زیان رسولی)).
د افغان حکومت پر کمزوري مدیریت نیوکې داسې مهال دي، چې افغانستان تر بل هر وخت د بهرنیو مرستو جذب ته اړتیا لري او دې ته اړ دی چې د سولې او امنیت په راتګ کې د پیاوړو هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولري. خو افغان حکومت د ولس د تمې پر خلاف نه یوازې په کورنیو چارو کې کمزوری مدیریت لري؛ بلکې د نړیوالو مسایلو په برخه کې هم په ناسم او کمزوري مدیریت تورن دی.





























