مقدمه
د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې په ۱۱مه طالبانو پر ګرین وېلېج چې د کابل ولایت د نهمې حوزې اړوند سیمه کې موقعیت لري، د موټربم په واسطه ډله ییز برید وکړ چې په پایله کې یې د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس، په دغه برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۱ ټپیان شوي دي او د بهرنیو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په قطر کې له طالبانو سره د خپل نهم پړاو له پای ته رسولو وروسته کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزیات یې شریک کړل او له کابل نه قطر ته د او له قطر نه امریکا ته لاړ، څو د شویو پرمختګونو په اړه د ټرمپ ادارې ته راپور ورکړي او همدارنګه له طالبانو سره د توافق په موخه خپلې اخري مشورې هم وکړي. دا وخت ښاغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره د یوه داسې توافق په درشل کې دی، چې زورزیاتی لږ کړي.
دغه خونړۍ حمله د نړیوالو سازمانونو او لوړپوړو چارواکو له لوري غندل شوې ده. که څه هم د دې حملې مسوولیت وسلهوالو طالبانو منلی، خو د نړیوالو سازمانونو او چارواکو له لوري په عکسالعملونو کې د طالبانو نوم نه دی اخیستل شوی. د طالبانو ډلې ویاند له اسوشېټېډ پرس سره په خبرو کې ویلي، دا ډول حملې د سولې په خبرو کې د دوی قوي دریځ څرګندوي.
ګرین ویلېج کلی
ګرین ویلېج یا (زرغون کلی) د کابل په ختیځ کې د کابل ــ جلال اباد سړک شمال اړخ ته پروت، هغه کمپ دی چې بهرنیان په کې مېشت دي. دغې سیمې ته ځکه انګریزي نوم ورکړل شوی، چې زیاتره اوسیدونکي یې بهرنیان دي، نو له همدې امله یې طالبان د خپلو بریدونو موخه ګرځوي.
په تېرو پنځو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې د ګرين ويلېج پر کمپ د طالبانو لخواه خورا پېچلي او زیان اړوونکي بريدونه تر سره کيږي. له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۱۲ ز کال په اپریل، د ۲۰۱۳ ز کال په اکټوبر او د ۲۰۱۴ ز کال د نومبر په ۱۹مه هم پر ګرین ویلېج بریدونه کړي وو.
د سولې خبرو له پیل سره تاوتریخوالی ولې زیاتیږي؟
د مذاکراتو په بهیر کې هره ډله غواړي چې ډېر امتیاز تر لاسه کړي او پر دې ټول پوهيږو چې ممکنه نه ده چې د سولې په یوه هوکړه کې د ټولو خواوو غوښتنې په مساوي توګه ومنل شي، نو دغه ډول ډلې بیا د سولې د بهیر د خنډ او ځنډ لپاره مټې رانغاړي او له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه اخلي څو روان بهير تخريب کړي. د سولې په بهیر کې نه ګډون، ناوړه کړنو ته لاس اچول، نه همکاري، ناوړه تبلیغات، د خلکو تحریکول، جدي او شدید بریدونه، د تاوتریخوالي د کچې لوړاوی او په نورو ناوړه کړنو لاس پورې کول هغه څه دي، چې امتياز غوښتونکې ډله ورڅخه کار اخلي، څو خپل ځان ځواکمن وښيي او په مذاکراتو کې برلاسي تر لاسه کړي. په دې وروستيو کې د جګړې شدت او د طالبانو شديدې حملې کيدای شي په روانو مذاکراتو کې د لوړ امتياز د تر لاسه کولو لپاره وي. دا چې د سولې په بهیر کې له ورانکارو عناصرو سره څه ډول چلند وشي، په اړه يې د سولې د پوهانو ترمنځ یو لوی بحث شته دی. “نیومن او ریچمونډ” پر دې نظر دي چې په سوله کې ښکیلې خواوې باید پر دې پوه شي چې د ورانکارو ډلو موخې، انګېزې، تکتیکونه، د تمویل سرچینې، شمېر او ډول څومره او څنګه دي. مطلب دا چې که غواړو له ورانکارو سره وړ او مناسب چلند وشي، باید د ورانکارو عناصرو یو دقیق تحلیل رامنځ ته شي. کله چې دا تحلیل تر سره شو، نو کولای شو د دوی دریځ، ګټې او موخې څرګندې کړو او بیا ورسره متناسب او وړ چلند تر سره شي. دا کار د منازعې د تحلیل په صورت کې هم تر سره کیدای شي.
د سولې خبرو په جریان کې د ورانکارو ډلو د بریدونو د مخنیوي لارې چارې
په ټولیزه توګه د ورانکارو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره له څو ډوله ستراتیژيګانو څخه کار اخيستل کيږي. د سولې په بهير کې د ورانکارو حذف او يا دوی ته بشپړ مشارکت برابرول مهمې ستراتيژيګانې دي. یانې د ورانکارو له کمزوره کولو څخه د دوی تر بشپړې ماتې هم په دغه ستراتیژيګانو کې شاملې دي. “سټیدمن” د ورانکارو له دریګوني ويش سره سم د دوی د ورانکارو کړنو د مخنیوي لپاره دری ستراتیژيګانې معرفي کوي. لومړی هغه ورانکاري چې مشخصې او محدودې موخې لري، باید مشروع موخې یې په نظر کې ونیول شي او دوی ته هغه څه ورکړل شي چې رضایت یې ورباندې حاصلیږي. یانې دوی باید وهڅول شي چې له خپل مخالفته لاس واخلي. حریص یا ډېر امتیاز غوښتونکي ورانکاري باید د یو لړ نورمونو او قواعدو پر اساس مهار کړل شي، خبرې ورسره وشي او د خپل عمل له عواقبو هم خبر کړل شي. که يې ومنله، ګډون ته يې لاره هواره شي، که نه، بايد د سولې له بهيره لرې وساتل شي. دویمه ډله ورانکاري چې د بشپړ ځواک او واک غوښتونکي وي او په هیڅ ډول امتیاز نه راضي کیږي، باید د مختلفو اړخونو لخوا تر فشار لاندې راوړل شي، که فشار پایله ونه لري، باید څنډې ته کړل شي، که دا هم نتیجه ورنه کړي، نو باید په ټولیزه توګه ورته د زور او ځواک له لارې ماتې ورکړل شي. په دې برخه کې بهرني او کورني ورانکاري دواړه شامل دي. له درېيم ډول ورانکارو سره سوله ممکنه نه ده او بايد جګړه ورسره دوام وکړي. خو هیره مو نه وي چې کله چې دواړې خواوې سولې ته حاضریږي، نو درېیم ډول ورانکارې کړنې نه تر سره کوي، بلکې ډېری مهال پر دویم ډول وارنکاریو لاس پورې کوي څو ډېر امتیاز تر لاسه کړي، چې طالبان په درېیمه ډله کې راځي. دوی د بشپړ ځواک او واک غوښتونکي دي او دوی حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، نو دوی ته پکار ده چې له امریکا سره تر توافق وروسته، په بین الافغاني خبرو کې افغان حکومت د طرف په ډول ومني.
ټرمپ د جګړې له دواړو لورو سره ګوري
ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په کمپ ډېوېډ کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري، خو داسې برېښي چې د امریکایي سیاسیونو ترمنځ د امریکا توافق له طالبانو سره خپلمنځي اختلافات رامنځ ته کړي، چې د همدې خپلمنځي اختلافاتو په پایله کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالب مشرانو سفر امریکا ته وځنډول شو.
بل د طالب مشرانو تګ امریکا ته هم نامعلوم و، د ځينو رسنیو په حواله چې د قطر د مشرانو د خولې یې لیکلي چې زموږ سره په دې اړه څه خبره نه ده شریکه شوې، که چېرې زموږ سفر امریکا ته وی، په دې اړه موږ مشورې او وخت ته اړتیا درلوده چې تر سره کړې مو وی.
همداسې د ملي یووالي حکومت په رهبرۍ کې هم د پلاوي پر سر مشکلات وو، چې د دغه پلاوي برخه به څوک وي.
پایله
په هر ځای کې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته نېږدې کیږي، د دواړو لوریو لهخوا جګړه زیاتیږي، څو د خبرو په مېز زیات امتیاز تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ همدې چارې خبرې نهم پړاو ته ورسولې، داسې چې هغه ورځې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړه نهايي شوې او یوازې د ډونالډ ټرمپ تایید ته اړتیا ده. د دغو اصولو یوه برخه په ۲۰ اونیو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکايي ځواکونو وتل هم دي. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره پوځيان لري. طالبانو هم له خپل لوري دا ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به اورپکي او یا جهادي ډلې پر امریکا او د دغه هېواد پر ګټو بریدونه نه کوي.
پلان داسې دی چې د امریکا او طالبانو له توافق سره به جوخت بین الافغاني خبرې اترې پیل کیږي، نو اوس پکار ده چې طالبان او افغان حکومت بین الافغاني خبرو اترو ته د زمینې برابرولو او کامیابېدو په موخه جګړه ورو کړي. تېر ۴۰ کلن ناورین وښودله چې تر هغه وخت پورې چې افغانان خپلې ستونزې خپله حل نه کړي، بل څوک یې نه حل کولای شي او نه یې حل کوي.