د طالبانو د امارت له ړنګېدو وروسته، دا څلورم وار د ولسمشرۍ ټاکنې دي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې په شپږمه په ټول هېواد کې تر سره شوې او افغانان له ۲۰۰۱ ز کال وروسته، د درېیم رییس جمهور د ټاکلو لپاره ټاکنیزو مرکزونو ته د رایې اچونې لپاره لاړل. د رایې اچونې پروسه سهار اووه بجې پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو پورې یې دوام وکړ.
ټاکل شوې لومړنۍ پایلې د تلې/میزان په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم/قوس په ۱۶مه اعلان شي.
دا ځل هم په ټاکنو کې ځینې ستونزې وې، د شکایتونو له خپلواک کمېسیون سره تر اوسه پورې تقریباً ۲۲۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي. همدارنګه امنیتي ارګانونو د طالبانو د حملو خبر ورکړ، په زیاتو ولایتونو کې مخابراتي شبکې او لارې د خلکو پر مخ تړلې وې، خو بیا هم پر دې ټولو ستونزو سربېره، خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ، په ټوله کې د ظاهر په لحاظ دا ټاکنې د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله، یوڅه منظمې او شفافې وې.
دا چې د ټاکنو په پروسه کې کومې تخنیکي او عملیاتي ستونزې موجودې وې، په ټاکنو کې د خلکو ګډون په کومه اندازه و او راتلونکي سناریو به څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.
د ټولټاکنو پروسې ته لنډه کتنه
په پام کې وه چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وري (حمل) په ۳۱مه تر سره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د میزان شپږمې ته وځنډېدې. یو علت یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات وو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ لمریز کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې او د پایلو اعلان یې څو میاشتې وځنډېد.
وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران له دندو لرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ لمریز کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول، څو ولسمشریزې ټاکنې د دوی په مدیریت تر سره شي.
د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې، ټاکنیز کمپاین د اسد په شپږمه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او له ټاکنو څو ورځې وړاندې یې د شاته کېدو اعلان وکړ، خو څلور نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومي د محمد اشرف غني په مشرۍ، له دولت جوړوونکي ټیم سره یو ځای شول.
د میزان د شپږمې په ټاکنو کې ۱۳ کاندیدانو برخه درلوده، د دې ټاکنو لپاره له ۱۰۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي ګومارل شوي وو. په دوی کې ۳۰ زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰ زره نور د ښاغلي غني وو. همدارنګه د مدني ټولنو استازو، د کمېسیونونو غړيو، د خپلواکو ادارو استازو، ملګرو ملتونو، امریکا، برېټانیا، ایران، د سیمې او همسایه هېوادونو سفیرانو هم پر دغه بهیر څارنه کوله.
د ټاکنو په ورځ ستونزې او ننګونې:
۱- امنیتي ستونزې
په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې داسې مهال تر سره شوې، چې د دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو د پخوا په پرتله زیات زور اخیستی. طالبانو له خلکو غوښتي وو چې په ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او ګواښ یې کړی و، چې په ټول توان به هڅه وکړي څو دغه بهیر ګډوډ کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې دوی وتوانېدل چې په نسبي امن سره د ولسمشرۍ څلورم دور ټاکنې په ټول هېواد کې تر سره کړي. دوی وایي چې د دولت د مخالفینو له لوري زیات خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندوز او کندهار ولایتونو کې و. په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د ناامنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شول. د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسلهوالو په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او د دریو سرتېرو په ګډون، ۳۷ ملکیان ټپیان شوي دي. د ټاکنو کمېسیون ۷۳۰۰ مرکزونه امنیتي ارګانونو ته پېشنهاد کړي وو، چې امنیت یې ونیسي؛ خو د ټاکنو په ورځ ۴۹۴۲ مرکزونه خلاص وو، پاتې نور چې شمېر یې ۲۳۵۸ ته رسېده، د امنیتي ګواښونو له امله د ټاکنو په ورځ تړلي پاتې شول، تړل شوي مرکزونه تقریباً د ټولو۳۰ سلنه جوړوي.
۲- تخنیکي او عملیاتي ستونزې
د کابل په ګډون، د هېواد په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت یې نسبتاً ښه و، د پام وړ خلکو په ټاکنو کې ګډون ونه کړ؛ خو په دغو سیمو کې بله لویه ستونزه د ټاکنو کمېسیون د کار مدیریتي ضعف و. په ډېری سیمو کې مرکزونه په ځنډ سره خلاص شول چې له امله یې د ټاکنو موده دوه ساعته وهم غځېده، د رایه ورکوونکو لېستونه هم د یوه سایټ پر ځای بل سایټ ته لېږل شوي وو، چې له کبله یې ډېری کسانو په لېست کې د نوم د نه موجودیت له کبله رایه ونه کاروله او که یې رایه وکاروله هم، په سیسټم کې ثبت نشوه. د بایومټریک ماشینونو ستونزې او په سم ډول کار نه کول او یا هم د بایومټریک ماشینونو پر کارونې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو نه پوهېدل او دې ته ورته نورې هغه ستونزې وې، چې دغه پروسه یې له ننګونو سره مخ کړې وه. د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وایي چې د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه په نوملړ او بایومټریک ماشینونو کې د رایه ورکوونکو د نوم نشتوالی و. د دې ادارې په خبره، په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ۸۸ سلنه مرکزونه له دې ستونزې سره مخ وو او خلکو رایه نه ده ورکړې. دا اداره زیاتوي، په ځینو ولایتونو کې ان د رایه ورکوونکو په نوملړ کې ځینې نومونه نه وو. بل هم په یوه مرکز کې د رایه ورکوونکو د نفوس او د نوملړ ترمنځ توپیر و. د بېلګې په ډول، د غزني د کډوالو ښارګوټي روغتیایي مرکز په خپل نوملړ کې د ۳۸۰ کسانو نومونه ثبت وو، خو دغه مرکز ته ۲۵۰۰ کسان ورغلي وو او ویل یې چې ټاکنو ته یې نومونه په همدې مرکز کې لیکلي وو.
۳- د خلکو کم ګډون
دا ځل په ټاکنو کې په رښتيا هم د خلکو ګډون په بې ساري ډول کم رنګه و، ښايي څو لاملونه به ولري. لومړی خو په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون لامل دا و، چې عامو خلکو سولې ته پر ټاکنو لومړیتوب ورکاوه او دا یې غوښتنه وه چې لومړی سوله بیا ټاکنې؛ خو حاکمې ډلې داسې ونه کړل. بل دا چې د ۱۳۹۳ لمریز کال په ټاکنو کې خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ، خو د دوی ګډون ته درناوی ونشو. د تېر پنځه کلن حکومت مشران د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وساطت وټاکل شول، ښایي امنیتي ستونزې او خپله د ټاکنو د پروسې ضعیف مدیریت او د درغلیو د شتون خبره هم کېدای شي، چې د خلکو پر نه ګډون یې تاثیر کړی وي. همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال په پارلماني ټاکنو کې د شویو درغلیو، ضعیف مدیریت او په پراخه کچه فساد هغه څه وو، چې خلکو په دې دور ټاکنو کې د ګډون زړه ښه نه کړ. همدا ډول د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا د خلکو ګډون پیکه بللی او په تېره بیا په خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمروز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل کې یې د ښځو ګډون ډېر کم یاد کړی. کمېسیون ته تر اوسه پورې د ۳۷۳۶ مرکزونو پایلې رسېدلې دي، چې تقریباً دوو میلیونو او دوو سوو زرو کسانو رایه کارولې ده. داسې معلومیږي چې د دریو میلیونو په شاوخوا کې خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نهو میلیونو کسانو نوملیکنه کړې وه.
راتلونکې سناریوګانې
د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې دواړو حکومتي ټکټونو په ټاکنو کې د بري په موخه، په لوړه سطحه کمپاینونه وکړل. دا چې دوی ولې وتوانېدل چې په دې سطحه کمپاینونه وکړي او نور نوماندان ونه توانېدل، شاید په دې خاطر چې دوی له خپلو صلاحیتونو استفاده کړې وي او اوس په ټاکنو کې دواړه لوري د بري دعوه لري؛ خو که په لومړي دور کې یو لوری اکثریت ونه ګټي، دویم دور ته به بیا همدا دوه ټکټونه سیالۍ ته مخ ته کیږي. خو دا چې یوازې د ټاکنو صندوق به راتلونکی زعامت وټاکي، تېر ته په کتو سره ناشونې ښکاري، قوي احتمال دا دی چې اول خو به پایلې ځنډنۍ کیږي، بیا به پایلې متنازع کیږي او په نتیجه کې به آخري تصمیم سپینه ماڼۍ نیسي. که چېرې امریکا په رښتیا سره په افغانستان کې د سولې راتلو ته ژمنه وي، نو بیا خو به انتقالي حکومت جوړولو ته لاره برابروي او که سپینه ماڼۍ د سولې راتلو ته ژمنه نه وي، نو ډېر احتمال لري چې یو وار بیا به یو ډول ائتلافي حکومت رامنځته شي.