د برېټانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلي چاپلين د ١٨٨٩ ز كال د اپريل په ١٦مه په لندن كې وزيږېد، پلار او مور يې سندرغاړي وو، په پنځه كلنۍ كې چاپلين د خپلې مور پر ځای په يو نمايش كې سندرې وويلې او ننداره چيانو یې ستاينه وکړه. تر هغې وروسته چاپلين په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ. كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې گډون وكړ، د گونگ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه او بریالی شو.
تر ١٩٠٠ ز كال وروسته چاپلين په امريكا كې پر خپلو ګرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه كړل. په ١٩١٤ ز كال كې هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسې يې په همدې كال کې په ٣٥ فلمونو كې کار كړ. تر ١٩١٤ ز كال وروسته چاپلین په فلمي پرده كې خپل ځانګړى صورت خلكو ته وښود، چاپلين له ١٩١٤ تر ١٩٦٧ ز كال پورې نږدې په ٩٠ فلمونو كې رول لوبولی دی٠ په فلمونو كې د چاپلین لخوا لوبول شوى رول اساساً د عادي او معمولي خلكو صورت و، د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كېده، خو دوى دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ كړي او په ډیر جرئت سره يې له راز راز ستونزو سره مقابله كوله، هغه په فلمونو كې د كاپيټالېسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تېز طنز او مسخره تر سره كړه.
چاپلین د كوميډۍ يو ستر هنرمند و، هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې ويلې، چاپلین په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټالېسټي ټولنې د ناوړو او بدو پديدو په هكله له تېز طنزه كار واخیست، بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرگنده كړه. د بېلگې په ډول؛ په مدرن ټايمز، لوى ډيكتاتور او نورو فلمونو كې يې د خلكو په اړه خپله توده پاملرنه او احساسات وښودل.
چاپلین د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سيمو كې خلك د ده له فلمونو سره مينه لري. چاپلين په ١٩٧٦ ز كال كې د چين شانگهای ښار ته سفر وکړ او د چين د بيجېنگ اوپرا د مشهورو هنرمندانو د په زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه.
د شلمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلین په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكا سويس ته لاړ شي. چاپلين په خپل ژوند كې څلور ځله واده وكړ او له څلورمې ښځې سره د ژوند په اوږدېدو د اتو ماشومانو پلار شو. د ١٩٧٧ ز كال د ډسمبر په ۲۵مه د نړۍ ډېر مشهور، ممتاز كوميډين او فلمي هنر مند چارليس سپنسير چاپلين د ٨٨ كالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. چارلېس چاپلين ومړ، خو څېره يې اوس هم د خلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پېړيو دوام ومومي.
په دغه کتاب کې د چارلي چاپلین د ژوند، فکر، هنر او د ښاغلي چاپلین له فکري زاویې د ژوند کولو سبک زده کولای شی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.