IOM یا د کډوالۍ نړیوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر دې دمه، شاوخوا دری نیم لکه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته یا په زور او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. په هېواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزې چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې ستر سرخوږی جوړولی شي، په کوم حالت کې دي؟ آیا تر دې دمه افغان دولت په ځانګړې توګه د کډوالو اړوندو ادارو د کډوالو ستونزو هوارولو لپاره کوم کوټلي ګامونه اخیستي؟ ولې بهر میشتي افغان کډوال بېرته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟ د افغان دولت په تیاریو او د کډوالو په نورو هر اړخیزو ستونزو دې تحلیل کې لیکل شوي دي.
هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدل
له ۲۰۰۱ ز کال را وروسته چې په افغانستان کې یو نوی نظام منځ ته راغی، له بهرنیو هېوادونو هر کال ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول او دا لړۍ کله په ډېر او کله په لږ شمېر کې تر اوسه دوام لري. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د احصایو له مخې، له ۲۰۰۲ ز کال راهیسې ۹۷۲۸۶۶۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د افغان کډوالو ډېری برخه په پاکستان کې مېشت وو، له پاکستان پرته ایران دویم هېواد ګڼل کېږي چې ډېری افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او تر دې دمه په دواړو یادو شویو هېوادونو کې لا هم ډېری افغانان د کډوالۍ شپي سبا کوي. له بهرنیو هېوادونو راستنېدونکي کډوال یا په خپله خوښه او یا په زور هېواد ته راستانه شوي دي چې نه یې غوښتل ورپېښو ستونزو ته په کتو، هېواد ته راستانه شي، خو د وخت او حالاتو مجبورۍ اړ کړل څو خپلې کډې بار او کډوالۍ ته نه ووايي.
د هغې له جملې څخه د ۲۰۱۶ ز کال په دوران کې څو میلیونه افغان کډوال ځکه له پاکستان څخه هېواد ته راوګرځېدل، چې پاکستاني پولیسو د هغوی ځورونې ته کار ووایه او په یو ډول نه یو ډول یې هغوی اړ کړل، څو جوپې جوپې افغانستان ته راستانه شي، خو موده وروسته پاکستاني چارواکو هم وپتېیله چې افغان کډوال یې د هېواد په اقتصاد کې اړینه ونډه لري، نو ځکه یې د هغوی په زور لېږلو مخه ونیوله. له ایران څخه که څه هم د پاکستان په پرتله هلته کم افغان کډوال اوسیږي، هم په زیات شمېر کې افغان کډوال دې ته اړ شوي، څو له یاد هېواد څخه په داسې حال کې ووځي چې د ستنېدو لپاره یې هیڅ پلان نه درلود او وخت په وخت اړ شوي څو له ایران څخه افغانستان ته وګرځي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې د وروستي راپور پر بنسټ، د روان کال په جریان کې (۳۴۸،۸۷۰) افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د هغې له جملې څخه یوازې له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر (۳۳۲،۶۴۱) ګڼل کېږي. په دوی کې ثبت شوي او غیر ثبت شوي کډوال هم شامل دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لوري له هغوی سره ځینې لومړنۍ مرستې هم شوې دي چې د بېرته راغلو کډوالو اړتیاوې تر یو حده پرې پوره کېدلی شي.
کډوال او د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت
اقتصاد او امنیت هغه اړینې ستونزې دي چې د بهر مېشتو افغان کډوالو د را ګرځېدو مخه یې ډب کړې ده. دا یادې شوې ستونزې د راستنېدونکو کډوالو لپاره خورا اړینې ځکه دي چې په بهر کې زیاتره اوسېدونکي کډوال د فقر او بېوزلۍ په حالت کې ژوند کوي، مګر د هېواد د اوسني بد اقتصادي وضعیت په پرتله بیا هم کولی شي په بهرنیو هېوادونو کې یو څه د امن په فضا کې ژوند وکړي او خپلو کورنیو ته د ژوند لومړۍ اړتیاوې په یو ډول پوره کړي. که د هېواد روان اقتصادي وضعیت په همدې توګه روان وي چې اصلي علت یې د امنیت نشتون ګڼل کېږي او آن په هېواد کې شته افغانان یې هېواد پرېښودو ته اړ شي، ښایي بهر مېشتي کډوال به په هیڅ ډول زړه ښه نه کړي چې هېواد ته راستانه شي. د هېواد ډېری ولایتونه چې د امنیتي ستونزو له سترو ګواښونو سره مخ دي او د یادو سیمو اوسیدونکي یې داخلي کډوالۍ ته اړ کړي، هم د هېواد پر روان کمزوري اقتصاد ستر بوج اچولی او په دې توګه د بېکارۍ کچې ګراف هم لوړ شوی، چې افغان کډوال یاد ګراف ته په کتو، په هیڅ ډول نه غواړي چې د خپلو اولادونو راتلونکې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي. په تقریبي ډول د امنیت نشتون بله هغه ستونزه ده چې کډوال یې له وېرې سره مخ کړي دي او کډوال نه غواړي خپل ژوند په خطر کې واچوي. که چېرته افغان دولت او چارواکي د رښتیني امنیت او سولې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، نو افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان کې چې زړه ماتې او وېرېدونکې پانګونې کوي، کولی شي خپلې پانګې او سرمایې هېواد ته را انتقال کړي چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره به خورا ډېر اړین ګام واخیستل شي.
د داخلي او بهرنیو اړوندو ادارو تیارۍ او ژمنې
که څه هم هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د ځینو اړوندو ادارو لکه د کډوالۍ نړیوالې ادارې، یو این ایچ سي آر، افغان کډوالو وزارت او ځینو خیریه بنسټونو او هېوادونو له لوري وخت په وخت مرستې تر سره شوې دي، خو د کډوالو اقتصادي وضعیت، امنیت، مېشتېدنې او نورو اړتیاوو ته په کتو، اړوندې ادارې اړ دي څو د کډوالو لپاره خپلې پاملرنې او مرستې نورې هم زیاتې کړي.
په لومړیو کې افغان دولت له کډوالو سره ژمنې کړې وې، چې راستنېدونکو کډوالو ته به د مېشت کېدو لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکوي، که څه هم په ځینو ولایتونو او سیمو کې یاد کار تر سره شو، خو لیدل کېږي چې یا خو کډوال یادو سیمو ته د کاري بوختیاوو نشتون او یا د امنیتي ګواښونو د شتون په وجه زړه نه ښه کوي او نه غواړي چې هلته مېشت شي. خو هغه ځایونه چې امنیت یې په نسبي توګه یو څه ښه وي، یا د ځمکو د غصب په وجه او یا د دولت د بې غورۍ له وجې، کډوال نه دي توانېدلي څو د اوسېدو لپاره ځمکه تر لاسه کړي او په دې توګه په خپل هېواد کې لالهانده او د کډوالۍ ژوند تېروي. دې کار بیا هغه کډوال چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران کې ژوند کوي، هڅولي څو خپلې کډوالۍ ته هلته ادامه ور کړي او د راغلیو کډوالو د ترخو تجربو ښکار نه شي.
د ملي یووالي حکومت تر رامنځ ته کېدو وړاندې، ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په وار وار هېواد د کډوالو له راستنېدو پرته نیمګړی ګڼلی و او له راستنېدونکو کډوالو سره یې د زیاتو مرستو ژمنې هم وکړې، خو په تېرو پنځو کلونو کې ولیدل شول چې شوې ژمنې پوره نه شوې او د راپورونو پر بنسټ، راغلي کډوال بیا ځلې کډوالۍ ته اړ شول چې د جنوبي ولایتونو له لارې د کویټې او چمن سیمو پر لور رهي او پاکستان ته واوښتل.
که چېرته وګورو، تر ۲۰۱۶ ز کال وروسته، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او پاکستاني لوري ترمنځ د هغو افغان کډوالو په اړه یو تفاهم شوی و، چې راجستر او ثبت شوي نه وو، څو هغوی راجستر شي او هلته د ژوند تېرولو لپاره قانوني اسناد تر لاسه کړي. دا کار د راستنېدونکو کډوالو په اړه د دولت پالیسي تر پوښتنې لاندې راوستې چې ځواب یې تر اوسه خاموشي ښودل کېږي. بله دا چې افغان دولت د کډوالو راستنېدو ته هېڅ تیاری نه لري او هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وخت مختلفو لوریو کولې، یوازې تر وعدو پورې پاتې شوې. بلخوا د اوسنیو ټاکنیزو کمپاینونو په دوران کې هم د کډوالو ستونزې له پامه وغورځول شوې او لیدل کېږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به هم د کډوالو ستونزو او راستنېدو ته کومه ځانګړې برنامه او پروګرام نه وي.
پایله
د یو این ایچ سي آر راپورونو پر بنسټ، تر دې دمه یوازې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان او همدارنګه دقیقه شمېره په ایران کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. که چېرته افغان دولت د هغوی د راستنېدو لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې پالیسۍ ولري او د یو پلان له مخې هغوی وهڅوي څو هېواد ته راستانه شي، نو دا کار کولی شي د هېواد په پرمختګ کې ښه ونډه ولري، ځکه د کډوالو په منځ کې لوړ استعدادونه، پانګه وال او داسې تعلیم یافته خلک شته چې د هېواد هر اړخیز وضعیت ته مثبت بدلون ورکولی شي. د دې کار لپاره افغان دولت باید نړیوالې ادارې هم وهڅوي او د هغو له لسیزو تجربو څخه ګټه واخلي. د هغوی تر سره شوې مرستې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په خپل هېواد کې په داخلي او راستنېدونکو کډوالو په مناسب او ښه ډول ولګوي. نور پرې نږدي چې د افغانستان ګاونډیان له افغان کډوالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او یا هم پر افغانستان خپلې ناروا غوښتنې د کډوالو له ادرسه پلې کړي.