د ډاکتر غني د حکومت پنځه کلن مزل هغه بحث دی، چې تل د غني او ملاتړو له لوري یې ولس ته تحریف شوی او له ورځنیو حقیقتونو یې لرې انځور وړاندې کړی.
که څه هم ولس ته په دې اړوند د قضاوت لپاره ورځنۍ ناکردي بس ده، ولې په یوه پراخ تاریخي بحث کې په داسې حال کې چې غني د واک او قدرت په نشه کې ډوب دی، دا پر موږ د ملت قرض او فرض ده چې دوی ته هغه حقایق چې دوی یې خپله هره ورځ ویني او ګوري، د افغان ژغورنې په بحث کې، یو یو هغوی ته ورسوو او له راپېښ شویو او پېښېدونکو پایلو یې خبر کړو.
هغه څه د ډاکتر غني شخصي ژوند او عقیده نه؛ بلکې د ملت او حکومت په بحث کې د غني هغه کردارونه دي چې نږدې د ګران وطن یو له ویاړه ډک تاریخ ورسره مسخه کیږي.
د بېلګې په توګه، غني په ۲۴ ساعتونو کې دننه له بهرنیانو سره د امنیتي تړون په نوم، د یوې پنځه کلنې جګړې قرارداد لاسلیک کړ.
ولې سوله چې د افغان ولس ملي غوښتنه، اړتیا او لومړیتوب ده، پوره پنځه کاله يې تخریب کړه، پنځه کاله یې ولس د خپلې برحقې داعیې(سولې) غوښتلو په جرم په کور، کلي، مسجد، هدیره، جنازه او واده کې بمبارد کړ، پنځه کاله یې ولس له سولې لرې وساته، پنځه کاله کې يې زموږ پنځه نسله یا را ووژل او یا یې پر جګړې دردمند او نیمګړي کړل، پنځه کاله کې یې ۵۰۰۰ ډوله بمونه پر خپل ولس وغورځول، پنځه کاله یې د ولس پر سر د راپرېوتونکو قیامتونو او ماتمونو پر سر حتا د تمساح اوښکه هم تویه نه کړه، په پنځو کالو کې یې یوځل یو وحشت ونه غندو، په پنځو کالو کې یې پنځه مسجدونه جوړ نه کړل؛ ولې ۵۰۰۰ یې بمبارد کړل، پنځه کاله پنجاب کونړ او غني د افغانستان ګوټ ګوټ په بمونو وویشتل.
پنځه کاله یې له بیت الماله د ولس ښکنځلو ته ځانګړې بودجه لرله، پنځه کاله یې حکومت سکوت ولې تدارکات فعال ساتلي وو، پنځه کاله یې خپلو خسرخېلو خطیب العالمي لبناني شرکت ته د بې تدارکاتي پړاوونو پروژې ورکولې، پنځه کاله یې د ولس له موبایلونو پنځه سلنه غلاه وکړه، په پنځو کالو کې یې له هر پښتون ضد سره د خپل واک د دوام په پاره معامله وکړه، پنځه کاله یې هر ځل د جګړې نغاره لومړی وغږوله، په پنځو کالو کې یې له امریکا او پنجاب سره پر ډېورنډ اغزن تار تېر او تورخم یې رسمي پوله کړ، پنځه کاله یې ارګ د پښتنو له هر قاتل (جنرال مالک) څخه د ښه راغلاست درشل ګرځولی و، په پنځو کالو کې یې د خپلو لسګونو زرو امنیتي ځواکونو په مرګ خواشیني ونه ښوده؛ مګر د ۶۶ یرغلګرو امریکایي عسکرو د خواشینۍ ښودلو لپاره واشنګټن ته لاړ. په پنځو کالو کې کابینه سرپرسته وه، په پنځو کالو کې حکومت بشپړ نشو، په پنځو کالو کې یې پنځه سترې پروژې او کارونه ونه کړل، په پنځو کالو کې یې یو معیاري روغتون جوړ نه کړ؛ په داسې حال کې چې افغانان د پردو سفارتونو مخته ناروغۍ ووژل. په پنځو کالو کې له ۳۵ بريښنا بندونو څخه یو بند جوړ نشو، په پنځو کالو کي ۱۰۰ کیلومتره جغرافیه امن نشوه، په پنځو کالو کې یې د ټاکنو بهیر اصلاح نه کړ، په پنځو کالو کې یې پر یوه ستر معدن کار شروع نه کړ، په پنځو کالو کې يې سیاسي اجماع جوړه څه، چې یو مخ ناممکنه کړه، پنځه کاله ارګ پردی و، د نورو په ګټه او له خپل ملت سره په دښمني او عناد کې یې تصمیمونه او دریځونه نیول، پنځه کاله یې په هره غونډه، ناسته، دېره، حجره، جرګه او مرکه کې د ولس غږ په سوکانو، د خولو په تاوولو او له مجلسونو په شړلو بند کړل. په پنځو کالو کې یې پنځه ځلې پر سولې عریضه او سلګونه ځله حمله وکړه؛ ولې د پنجاب د راکیټونو او د امریکا د بمباردونو اړوند یې یوه ورځ هم مخالفت ونه کړ. پنځه کاله يې سوله او امن په جګړې سره وغندل، په هغه لنډغر خراساني، قیصاري او علیپور پسي ارګ نه ډرون والوزول او نه صفر ۱، ۲، ۳ قطعې؛ مګر د پښتانه د وژلو لپاره یې بیا ۲۴ ساعته ډرون چمتو ساتلې وې او صفر یو په بمونو له چوولو نیولې، په سترګو کې تر ویشتلو او تازه په لغمان کې د چړو تر وهلو د هر ډول جنایت، وحشت او بربریت ریکارډونه مات کړل. په پنځو کالو کې یې هر ګاونډی د اوبو پر سر وګواښه، مګر د هغوی له خروړې کولو بغیر یې نه د اوبو کوم مدیریت مالوم شو او نه د امو او کونړ سیندونو پر سر نه د پلونو تړل او نه هم د ورخونو جوړول معلوم شول. په پنځو کالو کې یې د پنجاب ټول دښمنان لکه اجمل بلوڅ، اسلم بلوڅ، لطیف الله مسید او نور یا په مرموز ډول ووژل او یا یې د پنجاب د جاسوسۍ ادارو ته لاس تړلي وسپارل. په پنځو کالو کې یې د اقتصادي تغیر کچه چې د ګالپ د سروې له مخې، ۹۵ سلنه افغانان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، لوړه نه کړه؛ مګر اشرف غني د مالیې وزارت لپاره یو سلاکار د میاشتي په ۴۱،۲۵۰ زره ډالره میاشتني معاش ګومارلی و. د غنی په پنځه کلن حکومت کې د نړۍ د وژل شوو ماشومانو څلورمه برخه افغان ماشومان دي، ژمنه یې کړې وه چې په پنځو کالو کې به يو ميليون کاري فرصتونه برابروي، مګر اوس پنځه کاله وروسته پنځه میلیونه خلک بېکاره او تر نیم میلیون ډېر کډوال شوي دي.
ژمنه یې کړې وه چې په پنځو کاله کې به ۱۰۰ زره کورونه جوړوي؛ مګر برعکس په پنځو کالو کې یې ۵۰۰ سوه زره افغانان بې کوره کړل.
نه په پنځو کالو کې ۳۰۰۰ مکتبونه جوړ شول؛ نه د خلکو دسترخوان وغوړېد او نه عادلانه پرمختګ وده وکړه.
نه په پنځو کالو پنځه میلیونه برېښنایي تذکرې وویشل شوې، نه په پنځو کالو کې د کابل بانک پورونه بشپړ شول، نه یې دوسیه وتړل شوه؛ بلکې یوازې د کابل بانک چورکوونکو ته ښارګوټی ورکړل شو او سلګونه میلیونه ډالره لکه فیروزي سرن په کمپاینونو کې معامله شول.
په پنځو کالو کې پنځه ولایتونه او تر ۱۰۰ ډېرې ولسوالۍ سقوط شوې. په پنځو کالو کې د دريو هوايي شرکتونو د سقوط شاهدان وو، په پنځو کالو کې پنځه برابره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راپرېوت، په پنځو ورځو کې یې د جلغوزو د قاچاق د مخنیوي لپاره طرحه جوړه کړه؛ مګر د ننګرهار په خوګیاڼو کې د جلغوزو د کارګرانو له قتل عامه میاشت اوړي، ولې قاتلان یې لا مالوم نشول. پنځه کاله یې له هلمنده تر ارګه د افغاني ښځې عزت او کرامت د امریکا په وحشتونو او د ټامیانو د جنسي وحشت په وروستۍ درندګۍ سره وداړه او داسې نورې سلګونه او زرګونه ناکردې ډاکتر غني او پر ټامیانو + خیاطانو مشهور ټیم یې وکړې، چې د افغان تاریخ په له ویاړه ډکه څپرکو کې څه چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې یې د بلواکۍ او شرم بېلګي نه شي موندلی.
هغه چې د دې ښه مصداق د روان ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې دي، کومې چې له ۳۵ میلیونه نفوس څخه د لسو میلیونو نوملیکنه او بیا د ټولټال ۱.۵ میلیونو خلکو چې د سیاسي، قانوني او ملي مشروعیت نهایت نهایت انزواه ده، په ټاکنو کې ګډون چې د ۳۵ میلیوني ولس د ټولیزې محاسبې له مخې، له ۲-۳ سلنې ولس څخه استازولي کوي، د دې ناکردو، وحشتونو، بلواکیو، ورځچاریو او نفرت پر مخ د یوه عظیم ملت کلکه او درنه څپېړه وه.
ولې که څه هم ډېره ناوخته ده؛ مګر غني لا وخت لري چې له سولې سره خپله دښمني چې په حقیقت کې له ولس سره د جګړې اعلان دی، پایته ورسوي. پر بهرنیانو د ځان ساتلو محکوم فکر ته (نه) ووایي، د افغان ژغورنې او تاریخ ژغورنې له ولسي غبرګون سره یو شي، ولس او ارزښتونو ته یي راوګرځي او په دې سره حداقل خپل ځان د تاریخ له قضاوته خلاص کړي.
که نه، د ډاکتر غني د پنځه کلنې حکومتوالۍ وحشتونه او افغان وژنه نه پر دي خاوره مغل وکړله، نه چنګیز او نه ګورګین نیانو، انګریزانو او حتا نه روسانو داسې څه وکړل. هغه شاشجاع چې غني یي غلام ګڼي، افغان مجاهدینو ته د فرنګیانو خلاف، د کابل له بالاحصاره وسلې راغورځوي، مګر ډاکتر غني د نن عصر د فرنګي امریکایانو قتلونه، وحشتونه او افغان وژنې پر خپله غاړه اخلي. هغه یعقوب خان چې غني یې د شرمه ډکه څېره ګڼي، مګر هغه هېڅکله د ځان ساتلو لپاره له پردو سره د امنیتي تړون په څير د افغان وژنې د مشروعیت، دوام او د افغان انسان د قاتلانو د مصونیت تړون نه دی کړی. همدارنګه زه د تاریخ هېڅ داسې بدرنګه او بدنامه څېره نه پېژنم چې هغه دې رسماً د خپل ولس د وژلو کوم قرارداد لاسلیک کړی وي، مګر ډاکتر غني وکړل.