افغانستان، پاکستان، هندوستان او یو بنسټيز بدلون، د ځوان افغان ډیپلومات شیدا محمد ابدالي اثر دی. ښاغلي شیدا محمد ابدالي په هندوستان کې د افغان سفیر په توګه دنده تر سره کړې او همدا راز نوموړی په بوتان، مالدیف او نېپال کې هم د افغانستان نااستوګن سفیر پاتې شوی دی. نوموړی د یو لېوال افغان په توګه د افغانستان د نړیوالو اړیکو، مهمو سیمه ییزو لوبغاړو او د هغوی د ونډې په اړه د پوره پوهاوي او درک خاوند دی. په دې کتاب کې د یادو هېوادونو ترمنځ د دری اړخیزو اړیکو په اړه بحث شوی دی او په دې اړه یې هم څېړنه کړې ده چې یو سوله ییز او باثباته افغانستان څنګه کولای شي د سیمې ثبات او سولې ته لار هواره کړي.
دا کتاب د تېرو دوو لسیزو پر مهمو پېښو رڼا اچوي، چې له کورني اړو دوړ نیولې بیا د طالبانو تر رژیم پورې او د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته د امریکا متحده ایالاتو برید او پر سیمه یې اغېزې په بر کې نیسي. لیکوال د افغانستان د اوږدمهاله ټیکاو لپاره د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ژور اغېز هم ټینګار کوي. پر دې سربېره، په دې کتاب کې د پاکستان او هندوستان د اړیکو رول او د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي پرمختګ یې ناوړو اغېزو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
ښاغلي ابدالي د شوروي له یرغل راهیسې د افغانستان په اړه د پاکستان د ناڅرګند سیاست ریښې هم تحلیل کړې دي. په تېرو دوو لسیزو کې افغانان د پاکستان د دوه مخي سیاست شاهدان وو، چې هممهاله یې د طالبانو او امریکا دواړو ملاتړ کاوه. له بله اړخه له هندوستان سره د تاریخي اړیکو یادونه هم پکې شوې ده، چې په تېرو لسیزو کې نورې هم پراخې شوې دي. دا اړیکې که د بیارغونې په برخه کې دي او که د تحصیلي بورسونو او پوځي مرستو په برخه کې، خو هندوستان د افغانستان لپاره تر ټولو لوی سیمه ییز مرسته کوونکی هېواد دی.
په تېره لسیزه کې د باخبره بهرنیانو لهخوا ډېر کتابونه لیکل شوي دي، خو دا کتاب د یوه لوړپوړي افغان ډیپلومات نظر څرګندوي. نوموړي په دې کتاب کې تېرو پېښو ته پاملرنه او له یادو هېوادونو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو پر بنسټ خپلې تجربې او تحلیلونه هم سره اوډلي دي.
لیکوال په ډېرې ځیرکۍ سره په افغانستان کې د دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) د اقتصادي ښکېلتیا ترمنځ توپير څرګند کړی دی. د سوداګریزو لارو او ټاپي په څېر لویو پروژو او پر دریو واړو هېوادونو یې د اغېزو په اړه هم بحث کړی دی.
د دغه کتاب لوستل د هر هغه چا لپاره اړین دي، چې غواړي د سیمې د وروستي تاریخ او مهمو سیاسي لوبغاړو په اړه په ښه توګه وپوهېږي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.