“هند، ایران، روسیه او ترکیه باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه وکړي؛ د تروریزم پر وړاندې درېدل یوازې د متحده ایالتونو مسوولیت نه دی، زموږ ځواکونه به په بشپړ ډول له افغان خاورې نه وځي، موږ به یو څوک ولرو تر هغه چې د طالبانو د بیا پورته کېدو امکان موجود وي. متحده ایالات له ۷۰۰۰ میله واټن څخه د ترهګرۍ پر وړاندې افغانستان کې جګړه کوي او هند او پاکستان د دروازې مخې ته څه نه کوي.” د ولسمشر ډونالډ ترمپ دې وینا د هند افغان- پالیسۍ ته د بیا کتنې، ننګونې او ځان لیدنې نوی فصل پرانیستی دی.
امریکا ته طالبان تر هغه چې القاعدې ته یې پناه ورکوله، ستونزه او تهدید نه و، د ۹/۱۱ له پېښې را پدېخوا امریکا په لوړه بیه لګښت ورکوي او د ولسمشر ټرمپ د دغه ټینګار چې هند دې د تروریزم پر وړاندې په افغان جګړه کې مخامخ مرسته وکړي، بنسټیز محور هم همدا د لوړو لګښتونو سکالو ده. اوس پوښتنه دا ده چې د هند پخوانۍ افغان پالیسي د سیمې د نوو پرمختګونو لپاره څه غبرګونونه، بدلونونه او بدیلونه وړاندې کوي؟ هند به په افغانستان کې د خپل نرم ځواک (Soft power) او ستراتیژیک عمق (Strategic deep) ساتلو ته له کومې زاویې دوام ورکوي؟
امریکا د هند په ګډون له پورته هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، له هنده غواړي عسکر ولېږي، جګړې ته وسله وپېري، د افغان ځواکونو حربي مهمات چمتو کړي، امریکايي لیدلوری یې یو ستراتیژیک دوران (Strategic Cycle) ګڼي او په باور یې چې که هند د افغان جګړې کرښو ته ستون نه شي، هغوی به کشمیر ته راشي. هندي لوری ټینګار کوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ټرمپ یا پنټاګون ستاینلک ته اړ نه دی او لا له وړاندې یې د عسکرو لېږل رد کړي. هند افغان ځواکونو ته د هلیکوپټرو، وسلو، جګړهيیزو مهماتو، اردو، پولیسو او په ځانګړي ډول د کومانډویانو او پیلوټانو روزنې له لارې د افغان دولت ملاتړ او د افغان جګړې د غیر مستقیم حضور برخوالۍ ته زړه نیسي.
د هند په پالیسۍ کې د طالب، اسلامي دولت او نورو پاکستاني ترهګریزو ډلو تعریف او ځای یو دی؛ ځکه نو د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي. د هند په باور، که طالبان له افغان دولت سره د واک په شراکت یا سولې کې نتیجې ته ورسېدل، د اسلامي دولت، حقاني یا ورته جوړښت په متفاوت نوم بله ډله راپورته کوي، څو ستراتیژیک عمق (Strategic deep) او بایللی نفوذ بیا احیا کړي.
هند د افغان سولې او جګړې له روان بهیره د هند ستره اندېښنه د افغان دولت او طالب د غیر متجانس جوړښت وېره ده، هند فکر کوي چې د اساسي قانون او شرعیت ترکیب غیر متجانس دی او د طالبانو په راتګ د کورنۍ جګړې (Afghan civil war) اور نه شي درولی. هند اندېښنه لري چې پاکستان هڅه کوي چې د حقاني ډله پر ځای وساتي او یوه برخه د طالبانو د مخالفت او اسلامي دولت بیا سره یو کړي او د هند پر وړاندې یې وکاروي. هند فکر کوي چې متحده ایالات هم د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد دريځ نه لري، د متحده ایالاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري؛ داسې ښکاري لکه د ولسمشر ټرمپ اداره چې له (Two track presidency) پراخ درځ څخه رنځ وړي.
هند له طالبانو سره چې د هغوی د امارت پر وخت یې هم د ښکاره دښمنۍ اعلان نه و کړی، جدي ستونزه نه لري؛ ځکه نو د اسلامي دولت، القاعدې، لشکر طیبه، جیش محمد او نورو پاکستاني تروریستي ګروپونو رامنځته کول د پاکستان بالقوه عمل ګڼي او امریکا هم له همدې خوږ ګوتې پر هند او سیمې (Regional players) غږ کړی چې د جګړې ډګر ته راستانه شي.
د هند- افغان پالیسي د افغان دولت پر پښو درېدنې، پراختیايي مرستو، پانګونې او سیمه ییز اتصال تمرکز کوي. هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نه شي وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نه شي کولی په اسانۍ عسکر ولېږي؛ ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي. د هند د بهرنیو چارو وزیر په خبره، موږ نه پوهېږو طالبان څوک دي، څرنګه جګړې ته ننوځو، هغوی اصلاً افغانان دي او موږ نه غواړو له افغانانو سره جګړه وکړو.
د هند دریځ
هند له طالبانو سره د مستقیمې مذاکرې مېز ته نه ځي. که څه هم هند دوه متقاعد ډيپلوماتان د طالبانو د غیر رسمي خبرو اترو لپاره مسکو ته ولېږل.
په هند کې ځينې داخلي کړۍ فکر کوي چې له طالبانو سره پرانیستی ارتباط ولري؛ ځکه هغوی د افغانستان د سیاسي پروسې یوه برخه دي، مګر په رسمي او واضح توګه د هند دولت د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د مالکیت ملاتړ کوي.
که څه هم طالبانو د هند پر حکومت هېڅکله هم انتقاد نه دی کړی، که دوی د قدرت شریکان ګرځي، هند به وکولی شي خپلو پراختیايي پروګرامونو ته په افغانستان کې دوام ورکړي او طالب + افغان حکومت به هم د هند- افغانستان له ستراتیژیکې ملګرتیا څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
هند به د افغانستان ښه ملګری پاتې کېږي، له افغان دولت سره به د بیارغونې پروسه کې مرسته کوي. د هند پراختیايي پروګرامونو په زرګونو افغان ځوانان له تروریزم څخه را اړولي دي.
هند به په افغانستان کې پانګونې ته دوام ورکوي، تر اوسه یې دلته له دریو بلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
هند غواړي د افغانانو په مشرۍ، کنټرول او مالکیت له هر ډول موضعګیرۍ ملاتړ وکړي او هر لوبغاړي (Stakeholder) ته د افغان دولت له خوا رول مشخص کېږي.
هند په افغانستان کې پر مشروع، قانوني او ټاکل شوي دولت باندې ټینګار کوي.
هند به د افغان دولت تر څنګ وي او د پاکستان د مداخلې او له تروریزم سره د تقابل پایه به وي.
ایا هند باید افغانستان ته په نظامي یونیفورم کې ننوځي؟
که چېري هند د جګړې کرښې ته ولاړ نه شي، هغوی (تروریستان) به د کشمیر وادي له لارې د هند ملي امنیت وګواښي. د دې پر ځای چې له هغوی (تروریستان) سره پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا (Territory) جګړه وکړي، ښه به وي چې هند له هغوی (تروریستان) سره په افغانستان کې وجنګېږي. (د ټرامپ اداره)
هند نه شي کولی ۳۰۰۰ افغان سرتېري هم تمویل کړي، حال دا چې له ۳۰۰۰۰۰ زیات افغان اردو تر دریو ټریلیون ډالرو پورې د جګړې لګښت غواړي؛ ځګه نو هند د افغانستان پراختیا ته فنډ ورکوي او غواړي له دې لارې د افغان ځواکونو لپاره دایمي مالي ملاتړ غښتلی کړي.
هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نه شي وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نه شي کولی په اسانۍ عسکر ولیږي، ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي.
هند څه کولی شي؟
هند غواړي له افغان نظامي ځواکونو سره مرسته وکړي، هغوی ته وسلې، توپونه او روزنې ورکړي.
هند غواړي له افغان کومانډویانو سره مرستې وکړي او روزنه ورکړي.
د واهان له پروسې (Wuhan Process) وروسته د هند د لومړي وزیر او چیني ولسمشر جین پینګ ترمنځ هوکړه وشوه چې د (China-India+1 Model) له لارې په افغانستان کې خپلې مرستې او فعالیتونه همغږي کړي.
د چین، هند جمعه یو موډل له لارې دوی توافق کړی چې افغانستان خپل د نفوذ تعادل وساتي، دواړو هېوادونو له دې لارې په مساوي توګه د افغان ډیپلوماتانو د روزنې پروګرامونه پیل کړي، دواړه هېوادونه له همدې تجربې په ګټنه له افغانستان سره امنیتي همکاري کولی شي.
که له هنده وغوښتل شي هم، هند لېوال نه دی چې د سولې په خبرو کې ګډون ولري.
د نورو هېوادونو دریځونه، ګټې او لاسونه
متحده ایالات: متحده ایالات د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد دريځ نه لري، د متحده ایالاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري، داسې ښکاري لکه د ولسمشر ټرمپ اداره چې له (Two track presidency) پراخ درځ رنځ وړي.
پنټاګون د ستراتیژیکو دلایلو په درلودو سره په سیمه کې دایمي پروژه او ګډون غواړي.
یا په بل عبارت، ټرمپ او نور پوپلسټان چې د ټاکنو له سیالیو سره مخ دي، خپل حضور ته له لوړو لګښتونو او ناغوښتلې شوې جګړې څخه برائت ورکول غواړي.
فدراتیفه روسیه: روسیې له وړاندې د خپلو ګټو او دلایلو پر بنسټ له طالبانو سره خبرې پیل کړې.
روسیه د طالبانو سلطه پر رسمیت پېژنې او د اسلامي دولت او نړیوال تروریزم پر وړاندې یې ستراتیژیک پوتنشیل تلقي کوي.
په حقیقت کې د روسیې د پالیسۍ ستر او مهم تاثیر لرونکي- پالیسي جوړوونکي پر دې اند دي چې طالبان د اسلامي دولت پر وړاندې د هغوی کارنده ملګري کېدای شي/ دي.
پاکستان: پاکستان د امریکا- طالب جنګیالیو د مستقیمو خبرو اترو او مذاکرې برخوال غړی دی.
پاکستان باور لري چې د امریکا- طالب د سولې له پروسې وروسته چې طالب د قدرت شریک ګرځي، پخوانۍ اجنډا او ایډیالوژي به ونه لري.
پاکستان به د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ عناصر تقویه کړي.
په دې ډول حالاتو کې چین یوازېنی فکټور دی چې پر پاکستان فشار راوړلی شي. چین د (China-Pakistan Economic Corridor) مالي ملاتړی دی، خو هند ته دا لاره چې د چین له زاويې پر پاکستان فشار راوړلی شي، د ستراتیژیک عمق پر زیان ده او هند انګېري چې چین د پاکستان اوږدمهال ژوند نه شي تضمین کولی، (China is not Pakistan’s long-life) نو ځکه پر پاکستان يې اغېز چې د افغانستان په سوله کې مثبت تمام شي، لنډمهاله او ناکافي دی او په دې سره سیمه ییز رقابتونه لا قوي کېدای شي. د هند په اند، چین له افغانستان سره مستقیمې اړیکې لري او پر پاکستان د نفوذ له درکه باید ورته نومرې او کرېډېټ ور نه کړل شي.
ځیني نور خوځښتونه لکه د پښتون ژغورنې خوځښت (PTM- Pashtun Tahafuz Movement) کولی شي د پاکستان افغان پالیسي او سیمه ییزه پالیسي متاثره کړي او په دې سره به د افغان سولې پروسې ته کافي نفس ورکول کېږي.
افغان سوله، ممکنه نتیجې او له هغه وروسته هند
په نږدې سبا کې د سولې خبرو تړون له امکانه لرې دی؛ ټرمپ د دوحې خبرې رد کړې او طالبانو د ولسمشر اشرف غني د سولې اووه ماده يیزه طرحه نه ده منلې.
طالبان لا اوس هم پر شریعت او امارتي نظام ټینګار کوي، د واک د شریکېدو او تنوع منلو لېوالتیا نه لري.
که فرض کړو له طالب سره د سولې تړون وشي هم، کورنۍ جګړه به ورسره ختمه نه شي، بلکې لا به شدت ومومي؛ ځکه طالبان به د واک رسمي شریکان وي او د خپل مشروعیت تورم به لا شرنګوي، چې په دې سره به نړۍ له غبرګو ننګونو سره مخ وي؛ طالبان او د اسلامي دولت ډله.
د اسلامي دولت خراسان ډله (IS-K) په منځني ختيځ کې له اسلامي دولت سره اړیکې نه لري، پر هغوی د مشرتابه وژل قوي تاثیر نه شي واردولی.
اسلامي دولت تر طالب ډېر وحشتناک ډیزاین شوی دی
اسلامي دولت له پاکستاني طالبانو (Tahrek Taliban Pakistan – TTP) سره نېغ په نېغه اړیکه لري، له طالبانو سره له ممکنه سولې وروسته د اسلامي دولت لیکو ته پاکستاني طالبان، حقاني او یوه برخه د افغان طالبانو چې د هغوی مشرتابه پرې کنټرول نه لري، یو ځای کوي.
دوی به افغانستان د تروریزم پر ځالې واړوي چې دا به جنوبي اسیا او مرکزي اسیا، لکه ازبکستان، تاجکستان او روسیې ته مستقیم خطر و اوسي. د نومبر په ۵مه اسلامي دولت ډلې پر تاجکستان حمله وکړه، غالباً هغوی له کندوز ولایت څخه ور اوښتي وو.
مخ پر وړاندې اوږده لار
له طالبانو سره خبرې لنډمهاله پالیسي ده، یوه اړخیزه ده او د سولې- جګړې نور ټول برخه وال باید پکې داخل شي، د بن کنفرانس اشتباه که تکرارېږي، د نوې شخړې زړي شیندل کېږي.
که د افغانستان د سولې خبرې کامیابۍ ته رسول غواړی، لومړی باید اوربند وشي، د تروریزم بهرني تمویل کوونکي باید لاس واخلي او د سیمې د سولې او جګړې د ختم لپاره باید په افغانستان کې له ګټو تېر شي.
هند او د مرکزي اسیا هېوادونه کولی شي د سیمې په سوله کې مرسته وکړي.
نظامي حل وجود نه لري، د افغانستان له دولت سره باید اداري، تخنیکي او د بشري روزنې مرستې وشې، څو د افغانستان په حکومت کې د ریفورم او بدلونونو له لارې د سولې داعیه پر رښتیا تر منزله ورسېږي.