د هېواد کورنیو چارو وزارت وایي، د غیر مسوول وسله وال نظام الدین قیصاري په اړه ورته د خلکو له لوري ډېر شکایتونه رسېدلي دي او دوی به ددې شکایتونو تر څېړولو وروسته د هغه په اړه اقدام وکړي. د یاد وزارت ویاندې مروې امیني ویلي، خلکو ورته شکایت کړی دی چې قیصاري ډېر شمېر غیر مسوول وسله وال له ځان سره ګرځوي، خلک ځوروي او ډېر نور داسې غیر قانوني کارونو ته یې ملا تړلې ده چې خلک یې تر پوزې راوستي دي. د یاد وزارت په خبره، دا شکایتونه څېړي او وروسته به د هغه په اړه اقدام وکړي. په ورته وخت کې یوې دولتي سرچینې ویلي چې په بلخ کې امنیتي ځواکونو د جنبش اسلامي د دې قومندان کور کلابند کړی دی. خو قیصاري ته نږدې کسانو او دغه راز د بلخ پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي. د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو خو د هغه د پلویانو له لوري تر پراخو لاریونونو وروسته بېرته راخوشی شو.





























