په کندوز کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله پنځلس کسه وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې پېښه تېر ماښام د امام صاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لارې کې شوې ده. د سرچینې په وینا دغه کسان د واده مراسمو ته روان و چې موټر یې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی. په پېښه کې پنځلس کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي دا د طالبانو کار دی خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.





























