افغان حکومت وایي دوی لا هم د چین د بین الافغاني غونډې ترسره کېدو ته هیله من دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي د بجینګ بین الافغاني ناستې ته تر اوسه نېټه نه ده مشخصه شوې خو افغان حکومت لا هم تمه لري چې دغه غونډه ترسره شي. نوموړي وویل افغان حکومت لا هم د لېستونو په جوړولو کار کوي او ډېر ژر به وروستی اعلان کړي. ټاکل شوې وه چې دغه غونډه یوه میاشت وړاندې جوړه شي خو د نامعلومو دلایلو له امله تر دې دمه ځنډېدلې ده. طالبان بیا وايي چې افغان حکومت ددغه غونډې د ترسره کېدو لپاره خنډونه جوړوي. افغان حکومت بیا وايي چې دوی په بشپړه توګه د غونډې ترسره کېدو ته تیار دي او د کوربه هېواد د نظر په تمه دي.





























