د عراق پولیس وايي، لاریون کوونکو په نجف ښار کې د ایران کونسلګري وسوځوله. عراقي چارواکو له دې پېښې وروسته د کونسلګرۍ شاوخوا ګرځبندیز لګولی دی. له اکتوبر راهیسې عراق کې پراخ لاریونونه روان دي، چې تر اوسه پکې تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي. لاریونوال د حکومت پر ناکاره توب او فساد اعتراض لري. لاریون کوونکو تېره میاشت هم په کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ. لاریون کوونکي وایي ایران د شعیه حکومتونو ملاتړ کوي او دغه راز په عراق کې د شعیه وسله والو ډلو ملاتړی هم دی. دوی له ایران غواړي چې د عراق په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.





























