چین وایي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو او مرستو ته ژمن دي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون ویلي دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. دده په وینا چین د افغانستان دایمي پرمختګ ته ژمن دی او دې ته لېواله دی چې په خپلو سیمه ییزو لویو پروژو کې افغانستان شریک کړي. نوموړي دا هم ویلي چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې همکار دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلدو لپاره هڅه کوي. چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې په بیلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.