د ټاکنو کمیسیون مشره، حوا علم نورستانۍ وایي، څو پورې چې په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش نه وي بشپړ شوی لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی. نوموړې چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د رایو له تفتیش څخه موخه له ناپاکو رایو څخه د پاکو هغو جلا کول دي او که چېرته دوی ته د تفتیش اجازه ورنکړل شي نو څه ډول کولی شي رایې باطلې اعلان کړي. نوموړې د ثبات او همپالنې ټیم وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی د هیچا تر فشار لاندې نه دي او په پوره بې طرفۍ د قانون پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکوي. نوموړې ویلي، د رایو شمېرنه د ټولو انتخاباتي ټیمونو د ناظرینو په حضور کې ترسره شوې او په وینا یې که چېرته دا رایې له وخت مخکې او یا وروسته کارول شوې وي، نو ولې ناظرینو ورباندې لاسلیک کړی دی. نوموړې له ټولو نوماندانو څخه غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو قانون ته درناوی ولري او دوی ته اجازه ورکړي چې خپله دنده په سمه توګه مخ ته یوسي. نورستانۍ زیاته کړې، دوی ته یوازې بایومټریکي رایې د اعتبار وړ دي او د همدې رایو پر بنسټ به خپله پرېکړه اعلان کړي.





























