امریکا وایي افغان پوځ دداعش پر وړاندې رښتینی پرمختګ کړی دی. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې آلیس ویلز په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، له افغانستان راپورونه ښيي چې دداعش خراسان څانګه له منځه تللې ده. د نوموړې په باور افغان ځواکونو دداعش پر وړاندې رښتینی پرمختګ کړی دی او ددوی پراخ عملیات ددې سبب شوي چې لسګونه داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شي. آلیس ویلز وايي سره له دې چې په ننګرهار کې دداعش مهم مرکزونه له منځه تللي خو بیا هم ټولو ته په کار ده چې هېښ وي او ددغه ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي. آلیس ویلز داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره ورځ د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو سرپرست وزیران اچین ته تللي او له دوی سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم په دې سفر کې ملتیا کوي. دوی غواړي له داعش پاکې شوې سیمې له نږدې وګوري.





























