د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه زیاته کړې چې په دې هېواد کې د بهرنیو ترهګرو په ګډون ډېر مسائل موجود دي چې دوی یې په اړه اندېښمن دي. نوموړي دا خبرې د ګډ امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو غونډې ته په خبرو کې کړې دي. لاوروف څرګنده کړې، دا سازمان د افغانستان سرحدونه له نږدې څاري. په ورته وخت کې د دې سازمان نورو غړو هم په افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت د سیمې هېوادونو ته ګواښ بللی دی. دا سازمان دا اندېښنه وروسته تر هغه ښیي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې ډېری وسله وال له خپلو کورنیو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.





























