د ټاکنو کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله وایي، تر هغه پورې چې حتی په یو ولایت کې هم د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شوې نه وي، هیڅوک حق نه لري د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. عبدالله دغه راز ویلي، د ده د معلوماتو له مخې، څو ولایتونو ته اضافي فورمې لېږل شوې دي چې دی په جریان کې نه دی اچول شوی او په خبره یې دا غیر قانوني کار دی. عبدالله زیاته کړې، دغه راز د دریېو ولایتونو د رایو د بیاشمېرنې پایلې تر اوسه کمیسیون ته نه دي رسېدلي. نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې د یاد کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، له هغو ولایتونو پرته چې د یو ټیم له لوري دوی ته د بیا شمېرنې او تفتیش اجازه نه ده ورکړل شوې په پاتې ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې ده. د مولانا دې څرګندونو کنفرانس هم ګډوډ کړ او ځینو کمیشنرانو نوموړی تورن کړ چې تل په رسمي کنفرانسونو کې خپل شخصي نظریات بیانوي چې دا موضوع د کنفرانس د جنجالي کېدو باعث شوه.





























